نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په امریکا کې د کډوالو پر وړاندې د ټرمپ د حکومت پالیسي ورځ تر بلې سختیږي
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې د کډوالو د ډیپورت کولو لپاره هغوې ته د خبر ورکولو مودې وخت ډیر کم کړی دی. دې ادارې ویلي دي چې دوې کولی شي کډوالو ته د ډیپورت په اړه د خبر ورکولو نه ۶ ساعته وروسته هغه ډیپورت کړي.
په امریکا کې د کډوالو پر وړاندې د ټرمپ د حکومت پالیسي ورځ تر بلې سختیږي
/ Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت اداره اوس کولی شي کډوالو ته د خبرتیا ورکولو نه وروسته  د شپږو ساعتونو په څیر په لنډه موده کې هغوې د خپلو هېوادونو پرته نورو هېوادونو ته واستوي، حتی د منونکو هېوادونو خوندیتوب او امنیت په پام کې د نیولو پرته . دا خبره د  د واشنګټن پوسټ  ورځپاڼې د یکشنبې په  راپور کې کړې ده.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې لخوا د خپور شوي راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې  سرپرست رئیس ټاډ لیونز د چهارشنبې په ورځ د د یادې ادارې کارکوونکو ته د یو یاداښت په لیږولو سره ویلي دي چې ، د امریکا د سترې محکمې وروستۍ پریکړه دوې ته اجازه ورکوي چې خپلو هیوادونو پرته دریم هیوادونو ته "سمدلاسه" بیرته استونې لړۍ پيل کړي، پشمول د هغو هېوادونو ته چې امنیتي تضمین پکې شتون هم ونلري.

واشنګټن پوست ددې یاداښت په حواله لیکلي دي چې په معیاري قضیو کې، بیرته استول کیدونکي لږ تر لږه ۲۴ مخکې خبر ترلاسه کوي ، مګر په "اضطراري حالاتو" کې، بیرت استول کیدونکو ته د خبر ورکولو نه وروسته  د شپږو ساعتونو په دننه کې هغوی ډیپورت کیدلی شي.

دا پالیسي د پخوانیو دودونو څخه د پام وړ انحراف ښیي، چې پکې اشخاص به نادره بل هېوادونو ته لیږل کیدل.

د کډوالۍ وکیلان خبرداری ورکوي چې دا بدلون کولی شي زرګونو تنو ژوند په خطر کې واچوي، پشمول هغه کسانو چې پخوا د دوی خپلو هېوادونو ته د راستنیدو په صورت کې ژوند د خطر سره مخامخ کیږي.

د ملي کډوالۍ قضایي اتحادیې مشره ټرینا ریلموټو وویل: "دا د شکنجې او ځورونې د خطر سره د زرګونو خلکو ژوند د مخامخولو په معنا دی"، چې دوی د محکمې پریکړه ننګوي.

د لیونز لارښود د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د منل شویو تضمیناتو پر بنسټ د ګړندي بیرته استونې اجازه ورکوي.

که چیرې هیڅ تضمین شتون ونلري، مهاجرین به بیا هم بیرته واستول شي، پرته لدې چې دوی د لنډ خبرتیا د موده کې ویره څرګنده کړي.

د ویلو ده چې د امریکا سترې محکمې  د تیرې چارشنبې په ورځ د یوې پریکړې سره د ټرمپ ادارې ته دریم هیوادونو ته په پشمول د هغه هیوادونو کې چې امنیت پکې ډاډمند ندی د کډوالو ډیپورتولو ته لاره هواره کړه.

همداشان سترې محکمې د تیټو محکمو هغه پریکړه هم لغوه کړه چې د ټرمپ د حکومت لخوا هغه هیوادونو ته چې امنیت يي ډاډمند ندی د کډوالو د بیرته استولو مخه يي نیولې وه.

د ټرمپ د کډوالو د ډیپورت د پالیسیو سره مخالفې  قاضي سونیا سوټومایور خبرداری ورکړ: "د ژوند او مړینې په مسایلو کې، دا غوره دي چې د احتیاط سره مخ ته ولاړ شو."

منتقدین  پشمول د مدافع وکیلانو او د مهاجرینو مدافعین، دلیل ورکوي چې د یادښت کې بیان شوي طریقې د مهاجرینو لپاره د احتمالي خطرناک بیرته استونې د مقاومت لپاره کافي وخت یا قانوني لاسرسی نه ورکوي.

په اړونده قضیه کې اصلي وکیل سایمون سنډوول-موشنبرګ وویل: "دا د هغو خلکو کټګورۍ ده چې پخپله یې د دا پوهیده چې دوی د خطر څخه بهر دي."

د کورنۍ امنیت وزارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

وپلټۍ
بن ګویر په لبنان کې د غیرې قانوني میشت ځایونو او د غزې نه د فلسطینیانو د شړولو په اړه پلان اعلان کړ
ایران امریکا ته د 'خپلې خوښې جګړې' د مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي لګښتونو خبرداری ورکړ.
د ایران ولسمشر پزشکیان : ایران ډیپلوماسۍ ته ژمن دی.
فلسطین له نړۍ څخه نکبه د 'توکمیزې تصفیې د جرم' په توګه د په رسمیت پیژندولو غوښتنه وکړه
د اوکرایني ډرونونو د پېښو په اړه د نیوکو له امله د لاتویا لومړۍ وزیرې سیلینا استعفا وکړه
د اسرائیلو پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې یو فلسطینی ماشوم وواژه
د اسپانیا لومړی وزیر سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم'
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید شوی
تورکیې د عراق له نوي حکومت څخه د ملاتړ اعلان وکړ او د مرستې ژمنه یې وکړه
مکرون: فرانسه په افریقا کې له تورکیې، چین او امریکا څخه شاته پاتې شوې ده
د چین او امریکا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو او لا پیاوړې کولو موافقه وکړه.
ایران او متحده عربي امارات په نوي ډیلي کې د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې سره  مشاجره وکړه
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د وچکالۍ بحران لا پسې ژور شوی دی