د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د نوامبر د درېیمې نېټې تر منځمهالو ټاکنو پورې پر ایران د بریدونو د ځنډولو له اعلان سره سره، راپورونه کاږي چې د دغه هېواد پوځ د ایران خلاف د احتمالي بریدونو پر بېلابېلو غوراویو غور کوي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله چې د نوم اخیستو څخه يي ډډه شوې راپور ورکړی چې د امریکا د پوځ درې الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته د رسېدو په حال کې دي.
په راپور کې ادعا شوې چې د ټرمپ د لارښوونې له مخې پوځ د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د زیرمو، د انرژۍ د مرکزونو او د نورو پوځي موخو پر ضد د بریدونو منظم پلانونه چمتو کړي دي.
ویل کېږي دا احتمالي بریدونه به شاوخوا درې ورځې دوام وکړي او ممکن د ایران د سپاه پاسداران د قوماندې مرکزونه او قرارګاوې هم پکې په نښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس تر منځمهالو ټاکنو پورې پر ایران هیڅ ډول برید نه کوي.






















