ښوونځیو ته زیان، د تېلو کمښت او پر اکمالاتو او سفرونو محدودیتونه په دې تړانګه کې د ښوونې او روزنې بهیر نور هم ګډوډوي، او چارواکي خبرداری ورکوي چې دا سیسټم د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
دغه وزارت ویلي چې وژل شوي زده کوونکي د شپږو او ۱۶ کلونو ترمنځ عمرونه لري. د پوهنې په وژل شویو کارکوونکو کې څلور ښوونکي، د اسلامي پوهنتون درې کارکوونکي چې د پوهنتون په انګړ کې په یوه برید کې ووژل شول، او یوه ښځینه استاده چې پر یوه استوګنځي (اپارتمان) په برید کې ووژل شوه، شامل دي.
د دوشنبې په وروستیو کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې، دغه وزارت همدارنګه پر تعلیمي مرکزونو او لنډمهاله ټولګیو د بریدونو له امله د ماشومانو، د ښوونځیو او پوهنتونونو د زده کوونکو (محصلینو) او د پوهنې د کارکوونکو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی.
بریدونو او د توکو کمښت ټولګي ګډوډ کړي دي
وزارت وویل، د استوګنې پر سیمو او تعلیمي مرکزونو د اسرائیلو ډزو په ډېرو ښوونځیو کې د ټولګیو ځنډولو یا درولو ته اړتیا پېښه کړې ده.
دې خنډونو د سوېلي خان یونس، ختیځ دیر البلح، په مرکزي غزه کې د البریج کډوالو کمپ او د دې تړانګې ځینې شمالي سیمې اغېزمنې کړې دي.
یاد وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې د پولو پرله پسې تړل کېدو او د اسرائیلو محاصرې هغه فلسطیني محصلین له سفر کولو څخه منع کړي چې په بهر کې یې بورسونه (سکالرشیپونه) ترلاسه کړي دي، چې له امله یې ځینې د خپلو زده کړو دوام ته نه دي توانېدلي.
محدودیتونو د اړینو تعلیمي توکو د ننوتلو مخه هم نیولې ده، چې په کې د ویجاړ شویو ښوونځیو د رغولو لپاره ساختماني توکي، د لنډمهاله ټولګیو لپاره خیمې، د ښوونځي فرنیچر، او د مسلکي زده کړو او معلولو زده کوونکو لپاره تجهیزات شامل دي.
وزارت وویل، د تېلو کمښت ښوونځیو او پوهنتونونو ته د رسېدو لپاره د زده کوونکو وړتیا نوره هم محدوده کړې او د برېښنا هغه جنراتورونه یې له کاره غورځولي چې د تعلیمي بنسټونو لخوا کارول کېدل.
دې وزارت پر نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو پر ادارو او بشري او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کړی چې د زده کوونکو او ښوونکو په ساتنه کې مرسته وکړي، پر تعلیمي مرکزونو بریدونه ودروي او د اړینو توکو رسېدل ډاډمن کړي.
د ښوونې او روزنې سیسټم له مخ په زیاتېدونکي زیان سره مخ دی
د غزې د حکومت د رسنیو د دفتر په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې په دې تړانګه کې ۹۵ سلنه ښوونځیو ته د اسرائیلو د بریدونو له امله زیان رسېدلی دی.
د پوهنې وزارت هغه شمېرې چې په جولای میاشت کې خپرې شوې، ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۶ کال د جولای ترمنځ د ښوونځي په عمر څه باندې ۲۰،۰۵۱ زده کوونکي او له ۵۳۲ څخه زیات ښوونکي وژل شوي دي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰مه د اوربند هوکړه لیک نافذ شوی، خو بیا هم د اسرائیلو په بریدونو کې په غزه کې ۱۵۹۳ فلسطینیان وژل شوي او ۵۷۴۸ نور ټپیان شوي دي.
د فلسطیني چارواکو لخوا د وړاندې شویو شمېرو له مخې، دا اوربند پر غزې د اسرائیلو له دوه کلنې جګړې وروسته وشو، چې له امله یې څه باندې ۷۴،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي، تر ۱۷۵،۰۰۰ ډېر ټپیان شوي او د دې تړانګې شاوخوا ۹۰ سلنه ملکي بنسټونه ویجاړ شوي دي.




















