د غزې په ښار کې د یوې فلسطینی کورنۍ د ۳۰ غړو مړي له خاورو لاندې را وایستل شول
د غزې د ملکي دفاع ادارې په وینا، د ژغورنې ټیمونو د غزې په لویدیځ کې د یوه کور له نړېدلو دیوالونو لاندې د یوې کورنۍ د ۳۰ فلسطینیانو مړي را ایستلي دي.
د غزې په ښار کې د یوې فلسطینی کورنۍ د ۳۰ غړو مړي له خاورو لاندې را وایستل شول
د غزې د ملکي دفاع اداره وایي، د سالم د کورنۍ غړي د ۲۰۲۳ کال په دسمبر میاشت کې د اسرائیلو په یوه برید کې وژل شوي وو.
د غزې د ملکي دفاع ادارې په وینا، د ژغورنې ټیمونو د غزې په لویدیځ کې د یوه کور له نړېدلو دیوالونو لاندې د یوې کورنۍ د ۳۰ فلسطینیانو مړي را ایستلي دي.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان د سالم د کورنۍ غړي وو چې د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۱۹مه د غزې ښار په الرمال سیمه کې پر خپل کور د اسراییلو په هوایي برید کې وژل شوي وو.
د ملکي دفاع ادارې ویلي، ګومان کیږي چې په دغه برید کې د دې کورنۍ شاوخوا ۶۰ غړي وژل شوي وي.
دا نړیدلی کور لومړنی ځای و چې د ملکي دفاع ادارې له خوا په هغه منظم کمپاین کې شامل شو چې په غزه کې د اسراییلو له خوا د نړول شویو ودانیو تر خاورو لاندې د زرګونو ایسارو فلسطینیانو د موندلو لپاره پیل شوی دی.
یادې ادارې ویلي چې د لټون عملیات به د محدودو تجهیزاتو په ګډون د یوې کیندونکې ماشین په کارولو سره دوام وکړي ترڅو له خاورو څخه مړي راوباسي.
فلسطیني چارواکي وایي چې اسرائیلي ځواکونو د غزې له نیمایي څخه زیاته برخه نیولې او د اوربند سره سره د دې سیمې په نورو برخو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.