اردوغان: تورکیه د کاپ۳۱ کوربه توب او د غزې د بیارغونې لپاره د مرستو زیاتولو ته چمتو ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې د جي شل سرمشریزې مشرانو ته په وینا کې ویلي، چې تورکیه چمتو ده د راتلونکي نوامبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۱م کنفرانس (کاپ۳۱) کوربه توب وکړي.
اردوغان: تورکیه د کاپ۳۱ کوربه توب او د غزې د بیارغونې لپاره د مرستو زیاتولو ته چمتو ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جي شل په سرمشریزه کې وویل: "موږ هوډمن او چمتو یو چې د فلسطیني خلکو ترڅنګ ودرېږو، لکه څنګه چې تل ولاړ یو."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې د جي شل سرمشریزې مشرانو ته په وینا کې ویلي، چې تورکیه چمتو ده د راتلونکي نوامبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۱م کنفرانس (کاپ۳۱) کوربه توب وکړي.
ټاکل شوې چې تورکیه د راتلونکي کال د کاپ۳۱ اقلیمي سرمشریزه د مدیترانې په ساحلي ښار انټالیا کې جوړه کړي، وروسته له هغه چې استرالیا د دغه کلني کنفرانس له کوربه توبه لاس واخیست.
اردوغان د شنبې په ورځ د تورکیې د انرژۍ موخو ته په اشارې وویل، چې هېواد یې هوډ لري تر ۲۰۳۵ کال پورې خپله لمریزه او بادي انرژي څلور چنده کړي، او سږکال د تورکیې د انرژۍ په ترکیب کې د نوي کیدونکې انرژۍ ونډه له ۶۰ سلنې څخه لوړه شوې ده.
د غزې په اړه، اردوغان ټینګار وکړ چې تېره میاشت شوی اوربند د نړیوال ثبات لپاره خورا مهم دی.
هغه وویل: "د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د اسرائیل له لوري رامنځته شوي ویجاړي د فلسطین پرمختیايي هڅې ۷۰ کاله شاته وړي دي."
اردوغان زیاته کړه چې تورکیه د یوه دایمي اوربند ملاتړ او د دغې فلسطیني سیمې په بیارغونه کې مرستې ته ژمنه ده.
هغه وویل: "موږ هوډمن او چمتو یو چې د فلسطیني خلکو ترڅنګ ودرېږو، لکه څنګه چې تل ولاړ یو."
جوهانسبرګ د مشرانو د دوه ورځنۍ سرمشریزې کوربه دی، چې موخه یې د نړۍ پر ځینو مهمو ننګونو خبرې کول دي.