نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ له سټارمر سره موافقه وښوده چې له اېپسټین سره د تړلي منډلسن ټاکنه ناسمه پریکړه وه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی د برېتانیا له لومړي وزیر کییر سټارمر سره همغږی دی، چا چې منلي وو چې واشنګټن ته د برېتانیا د سفیر په توګه د پیټر منډلسن په ټاکلو کې یې په قضاوت کې تېروتنه کړې ده.
ټرمپ له سټارمر سره موافقه وښوده چې له اېپسټین سره د تړلي منډلسن ټاکنه ناسمه پریکړه وه
ټرمپ له سټارمر سره موافقه وښوده چې له اېپسټین سره د تړلي منډلسن ټاکنه ناسمه پریکړه وه / Reuters


منډلسن د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې په امریکا کې د برېتانیا د سفیر په توګه وټاکل شو، خو په سپټمبر کې له دندې ګوښه کړل شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی د برېتانیا له لومړي وزیر کییر سټارمر سره همغږی دی، چا چې منلي وو چې واشنګټن ته د برېتانیا د سفیر په توګه د پیټر منډلسن په ټاکلو کې یې په قضاوت کې تېروتنه کړې ده.

ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې 'ټروت سوشل' (Truth Social) کې لیکلي: "د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر اعتراف وکړ چې واشنګټن ته د خپل سفیر په غوره کولو کې یې 'غلط قضاوت' کړی و." هغه زیاته کړه: "زه موافق یم، هغه واقعیا یو بد انتخاب و. خو لا هم د سمون لپاره ډېر وخت شته!"

سټارمر د دوشنبې په ورځ د دې پرېکړې بشپړ مسؤلیت په غاړه واخیست او بښنه یې وغوښته، چې په دې کې یې د جنسي جرمونو د محکوم شوي ارواښاد جفري اېپسټین قربانیانو ته هم خطاب وکړ.

نوموړي پارلمان ته وویل: "زه غواړم پارلمان ته روښانه کړم چې ... زما قضاوت غلط و. ما باید پیټر منډلسن نه وای ټاکلی. زه د دې پرېکړې مسؤلیت منم. او یو ځل بیا د جفري اېپسټین له قربانیانو بښنه غواړم، ځکه چې زما پرېکړې هغوی ناهیلي کړي وو."

منډلسن، چې د خپل سیاسي مهارت او په پرده تر شا د نفوذ له امله له ډېرې مودې راهیسې د "سیاسي تبلیغاتي ماهر"  او "د تیارو د شهزاده په نومونو یادېده، خپل څو لسیزې اوږد مسلک یې له لیبر ګوند او د لارډانو له جرګې څخه په استعفا پای ته ورساوه.

هغه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې په امریکا کې د برېتانیا سفیر شو، خو په سپټمبر کې وروسته له هغه له دندې ګوښه کړل شو چې ډاونینګ سټریټ (د لومړي وزیر دفتر) وویل د اېپسټین سره د هغه د اړیکو د ژورتیا په اړه نوي معلومات ترلاسه شوي دي.

د اېپسټین په فایلونو کې افشا شوي معلومات ښيي چې جفري اېپسټین د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ منډلسن یا د هغه ملګري رینالډو اویلا ډا سیلوا ته شاوخوا ۷۴ زره ډالره ورکړي او د سیلوا د زده کړې لګښتونه یې هم پر غاړه اخیستي وو.

همدارنګه ایمیلونه ښيي چې منډلسن د ۲۰۰۸ کال له مالي کړکېچ وروسته جفري اېپسټین ته د برېتانیا د حکومت حساس معلومات هم ورکړي وو.

سټارمر د ۲۰۲۴ کال په پرېکړې (د منډلسن ټاکل) له امله د دندې پرېښودو له مکررو غوښتنو سره مخ دی. هغه پر پخواني سفیر تور پورې کړی چې د څېړنو  پر مهال یې د اېپسټین سره د خپلو اړیکو د کچې په اړه درواغ ویلي وو.

هغه مشورتي اسناد چې د ۲۰۲۴ په ډسمبر کې سټارمر ته وړاندې شوي وو، ښيي چې د منډلسن او اېپسټین اړیکو له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ پورې دوام درلود. په دغو اسنادو کې دا هم یاد شوي چې منډلسن د ۲۰۰۹ کال په جون کې په داسې حال کې د اېپسټین په کور کې اوسېده چې هغه پخپله په زندان کې و.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې