نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د پاکستان دفاع وزیر : پاکستان پنځه هندي جنګي الوتکې او ډرونونه ویشتي دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وایي چې پاکستاني هوایي ځواک پنځه هندي جنګي الوتکې ویشتي دي، په داسې حال کې چې هند پر پاکستان بریدونه کړي، چې په پایله کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان دفاع وزیر : پاکستان پنځه هندي جنګي الوتکې او ډرونونه ویشتي دي.
/ Reuters

د پاکستان هوايي ځواکونو د هند د هوايي ځواک اړوند پنځه جنګي الوتکې ویشتي  دي. دا خبره  د پاکستان چارواکو او ځايي رسنیو کړې ده.

دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې هند په پاکستان توغندیز بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې اته کسان ووژل شول، ۳۵ ټپیان شول او دوه کسان ورک دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د چهارشنبې په ورځ وویل چې پاکستان هوايي ځواکونو  د هند پنځه جنګي الوتکې ویشتي دي. هغه بلومبرګ ته وویل: "که دا دښمنانه کړنې ودرول شي... موږ به له هند سره خبرې وکړو. موږ نه غواړو چې دا وضعیت نور خراب شي. خو که له هند څخه دښمنانه کړنې دوام پیدا کړي، موږ باید ځواب ورکړو."

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري رویټرز ته وویل چې پاکستان د هندوستان اړوند  درې رافال جنګي الوتکې، یوه سوخوئي SU-30 او یوه MIG-29 الوتکه چې د هند لخوا الوتنه کوله، ویشتلي دي.

د هند حکومتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته تایید کړه چې  درې جنګي الوتکې د هند تر ولکې  لاندې کشمیر کې غورځېدلې دي. یو هندي چارواکي زیاته کړه چې یو ټپي شوی پیلوټ روغتون ته وړل شوی دی.

له دې وړاندې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ TRT ورلډ ته وویل چې یوه الوتکه د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د اخنور په برخه کې غورځول شوې او بله الوتکه د هند په امبالا ښار کې، په داسې حال کې چې یو بې پیلوټه الوتکه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په جمو سیمه کې غورځول شوې ده. د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د هند ځینې نور دفاعي تاسیسات هم "ویجاړ" شوي دي.

هند تر اوسه د پاکستان د ادعاوو په اړه ځواب نه دی ویلی. د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې اوسېدونکو د زورورو چاودنو راپور ورکړی او داسې ویډیوګانې یې شریکې کړې چې ښکاري د غورځېدلو توغندیو ټوټې دي. د هند پوځیان د یوه غورځېدلي جنګي الوتکې د ساتنې په حال کې په وویان، پلوامه ولسوالۍ کې لیدل شوي، چې عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ خپاره شوي دي.

د پاهلګام برید پایلې

د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ دا کړکېچ د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پاهلګام کې د یوه برید په تعقیب رامنځته شو، چې په ترڅ کې یې ۲۶ کسان د شکمنو یاغیانو لخوا ووژل شول. هند، پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي، پاکستان پدې پیښه کې په لاس لرولو تورن کړ.  پاکستان دا تورونه په کلکه رد کړي او د بې پرې پلټنو غوښتنه یې کړې، خو هند دا غوښتنه نه ده منلې.

کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې په زړه کې پروت دی، چې دواړه هېوادونه یې بشپړ ملکیت ادعا کوي، خو یوازې یوه برخه یې اداره کوي. د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د پاڅون په حال کې دي. ډېری مسلمان کشمیریان د یاغیانو د خپلواکۍ یا له پاکستان سره د یوځای کېدو هدف ملاتړ کوي.

هند په پرله‌پسې ډول خپل ګاونډی تورنوي چې د یاغیانو ملاتړ کوي. پاکستان وايي چې یوازې سیاسي، اخلاقي او ډیپلوماتیک ملاتړ د کشمیریانو د ځان‌مختارۍ حق لپاره کوي، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه‌لیکونو کې ذکر شوي دي.

هند په دې کوچنۍ هیمالیایي سیمه کې شاوخوا ۵۰۰,۰۰۰ پوځیان ځای پر ځای کړي دي. د پاهلګام برید وروسته، دواړو خواوو د غچ اخیستنې یو لړ اقدامات کړي دي.

هند د پاکستان سره د اوبو د شریکولو مهم تړون (د سند اوبو تړون) ځنډولی او یوازینی فعال ځمکنی سرحدي لاره یې تړلې ده. د پاکستاني وګړو لپاره ورکړل شوي ویزې یې د یکشنبې له ورځې څخه لغوه کړې دي.

پاکستان په ځواب کې د هندي وګړو لپاره ورکړل شوې ویزې لغوه کړې، خپل هوايي حریم یې د هندي الوتنو لپاره تړلی، له خپل ګاونډي سره سوداګري یې درولې او د هند سره د شمله تړون یې ځنډولی دی. د ۱۹۷۲ کال دغه تړون د سولې د ټینګښت او د شخړو د دوه اړخیز حل لپاره جوړ شوی و، په ځانګړې توګه د کشمیر د شخړې په اړه.

وپلټۍ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی