منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
لبنان کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې يو لبناني سرتېری او روغتیايي پرسونل په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي
د اوربند سره سره په جنوبي لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي، چې پکې دوه د ملکي دفاع کارمندان هم شامل دي، او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
لبنان کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې يو لبناني سرتېری او روغتیايي پرسونل په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي
لبنان کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې يو لبناني سرتېری او روغتیايي پرسونل په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي / AFP

د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو د بریدونو په څپه کې د وژل شویو کسانو په ډله کې د بیړني حالت کارکوونکي او یو سرتیری هم شامل دي.

د اوربند سره سره په جنوبي لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي، چې پکې دوه د ملکي دفاع کارمندان هم شامل دي، او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د ملي خبري اژانس (NNA) په وینا، د شپې په اوږدو کې د اسرائیلو په هوايي برید کې چې د کفر دوونین په ښار کې یو استوګن کور په نښه کړ، لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

په جلا پېښو کې، یو سوریایی سړی پر موټرسایکل سپور وه چې د ډرون په برید کې ووژل شو، په داسې حال کې چې د نبطیه سیمې د ملکي دفاع مرکز د امبولانس دوه کارکوونکي د یوه ټپي کس د لېږد پر مهال وژل شوي دي.

د نبطیه ولسوالۍ په بریدونو کې یو ځوان ملکي وګړی او یو لبنانی سرتېری هم په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

د اسرائیلو جنګي الوتکو په ټوله ولسوالۍ کې ۱۱ هوايي بریدونه ترسره کړي، چې یوازې جبشیت ښارګوټی پنځه ځله په نښه شوی دی.

د مارچ له ۲مې راهیسې، په لبنان کې د اسرائیلو بریدونو له ۲،۸۴۰ څخه ډیر خلک وژلي او له ۱.۶ ملیون څخه ډیر یې بې ځایه کړي دي، چې د هېواد د نفوس شاوخوا پنځمه برخه تشکيلوي.

د اسرائیلو پوځ د اپریل په ۱۷مه د اعلان شوي اوربند سره سره چې د می تر ۱۷مې پورې وغځول شو، پر يو بل هره ورځ بریدونه او ډزې کوي.

اسرائیلي ځواکونه دا مهال د جنوبي لبنان ځینې سیمې نیولې دي، او د لبنان په خاوره کې يې شاوخوا ۱۰ کیلومتره (۶.۲ میله) پرمختګ کړی دی.

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.