سیاست
3 د لوستلو دقیقې
اروپايي ټولنه : د اوکراین په جګړه کې مونږ د خلیج هیوادونو څخه کافي مرسته نده ترلاسه کړې
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کلاس ویلي، اروپا د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې په اړه د خلیج له هېوادونو څخه کافي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، او ټینګار یې کړی چې د متحدینو ترمنځ همکاري باید دوه اړخیزه وي، نه یو اړخیزه.
اروپايي ټولنه : د اوکراین په جګړه کې مونږ د خلیج هیوادونو څخه کافي مرسته نده ترلاسه کړې
اروپايي ټولنه : د اوکراین په جګړه کې مونږ د خلیج هیوادونو څخه کافي مرسته نده ترلاسه کړې / Reuters

کلاس د جمعې په ورځ له CNN سره په یوه مرکه کې د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې وویل: "موږ نه دي لیدلي... چې د خلیج هېوادونو دې هلته له موږ سره مرسته کړې وي." هغې زیاته کړه: "دا [اړیکه] یوازې یو اړخیزه نشي کیدای."

کلاس وویل، اروپا نه پر ایران د امریکا او اسرائیلو جګړه پیل کړې او نه هم د هرمز تنګي د بندیدو لامل شوې ده. هغې د کړکېچ کمولو په برخه کې د اروپايي ټولنې پر بې عملۍ د نیوکو په ځواب کې په سیمه ییز امنیت کې د خپلې ټولنې له رول څخه دفاع وکړه.

کلاس وویل: "راځئ رښتیا ووایو، دا وضعیت موږ نه دی رامنځته کړی."

هغې وویل، اروپايي ټولنه "د سیمې لپاره ډېر څه کوي،" او د سرې بحیرې د خلاص ساتلو په موخه سمندري عملیاتو، د لبنان له وسله والو ځواکونو سره مرستې او د دوه دولتیز حل او فلسطیني ادارې ملاتړ ته یې اشاره وکړه.

کلاس زیاته کړه چې اروپايي ټولنې د هوايي دفاعي سیسټمونو او نورو امنیتي اقداماتو له لارې هم مرسته کړې، او د اروپا پر رول نیوکې یې "واقعاً غیر منصفانه" وبللې.

هغې دا هم یاده کړه چې ځینو هېوادونو پر ایران د بندیزونو په له منځه وړلو کې مرسته کړې، او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې پراخې امنیتي اغېزې لرلی شي.

کلاس وویل، د شریکانو ترمنځ پیاوړې همغږۍ ته اړتیا ده، او زیاته یې کړه چې داسې ښکاري چې مخالفین په ډېر اغېزناک ډول په ګډه کار کوي.

د اتلانتیک دواړو غاړو اړیکو ته په اشارې، هغې وویل چې ناټو د ګډې دفاع بنسټیز رکن پاتې دی.

هغې وویل: "ناټو په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی دفاعي ائتلاف دی، او موږ باید دا همداسې وساتو."

کلاس خبرداری ورکړ چې داخلي اختلافات او ناسم پوهاوی د دې خطر رامنځته کوي چې ائتلاف کمزوری کړي، او ویې ویل: "کله چې موږ سره یو ځای نه یو، موږ دواړه کمزوري یو."

هغې د اروپا تېرو پوځي مرستو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "په سلګونو زره اروپايي سرتېرو جګړه وکړه... ځکه چې امریکا له موږ څخه وغوښتل،" او په افغانستان او عراق کې د امریکا عملیاتو ته یې اشاره وکړه. هغې د دې هڅو په اړه نیوکې "ناسمې او غیر منصفانه" وبللې.

خو د کړکېچونو سره سره، کلاس وویل چې د اروپايي ټولنې او خلیج هېوادونو ترمنځ همکاري، په ځانګړې توګه د امنیت او دفاع په برخو کې، مخ په پیاوړتیا ده.

هغې وویل، روانو خبرو اترو "د همکارۍ ډېر ټکي" په ډاګه کړي، او دا ملګرتیا یې د دواړو لورو لپاره "ګټوره" وبلله.

کلاس ټینګار وکړ چې په یوه بې ثباته نړیوال امنیتي چاپیریال کې، د متحدینو ترمنځ یووالی د ثبات ډاډمنولو او ګډو ننګونو ته د رسیدو لپاره اړین دی.

سیمه ییز کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸ مه پر ایران برید وکړ.

تهران په ځواب کې په سیمه کې د اسرائیلو او امریکا پر اهدافو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل او د هرمز تنګي له لارې یې د کښتیو تګ راتګ محدود کړ.

پاکستان، له ترکیې، چین، سعودي عربستان او مصر سره یوځای، په دې وتوانېد چې د جګړې له پیل ۴۰ ورځې وروسته، د واشنګټن او تهران ترمنځ دوه اوونیو اوربند خوندي کړي.

د دې هوکړې د یوې برخې په توګه، دواړه لوري د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دایمي سولې په اړه د خبرو اترو لپاره سره ګوري.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"