اوکراین د روسیې سره د مذاکراتو په دویم دور کې چې په استانبول کې جوړیږي ګډون کوي

زیلینسکي د خپلو چارواکو سره تر لیدنې وروسته د  ټیلیګرام له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  "ما د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د غونډې لپاره د اوکراین دریځونه واضح کړل."

/ Reuters

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې اوکراین به د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د روسیې لخوا وړاندیز شوې غونډه کې ګډون وکړي.

زیلینسکي د خپلو چارواکو سره تر لیدنې وروسته د  ټیلیګرام له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  "ما د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د غونډې لپاره د اوکراین دریځونه واضح کړل."

هغه زیاته کړه چې د اوکراین پلاوی  مشري  به یو ځل بیا د دفاع وزیر رستم عمروف وکړي.

د اوکراین هوايي ځواک وویل چې د شپې په اوږدو کې روسیې په اوکراین ۴۷۲ ډرونونه سره بریدونه کړي  چې د جګړې تر دې دمه تر ټولو زیات شمېر دی.

هوايي ځواک په یوه بیان کې وویل چې روسیې اووه توغندي هم توغولي دي.

دغه بیان زیاتوي چې ۳۸۲ ډرونونه او درې توغندي شنډ یا له منځه وړل شوي دي.

په دې وروستیو کې روسیې په خپلو منظم شپنیو بریدونو کې د ډرونونو شمېر زیات کړی دی.

په روسي اټومي وړتیا لرونکو بم غورځونکو برید

اوکراین د یکشنبې په ورځ د سایبریا په یوه پوځي هډه کې د روسي اټومي وړتیا لرونکو اوږد واټن بم غورځونکو باندې برید وکړ، چې د جګړې د کرښې څخه ۴۳۰۰ کیلومتره لرې لومړی داسې اوږد واټنه برید ګڼل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي نه تایید شوي ویډیوګانې او انځورونه ښيي چې د روسي ستراتیژیک بم غورځونکي - چې هدف یې په لرې واټن کې اټومي بمونه غورځول دي - په بیلایا هوايي هډه کې اور اخیستی. د ویلو ده چې دا هده د ایرکوتسک شمال ته موقعیت لري.

په کیف کې یوې اوکرایني سرچینې، د نوم نه ښودلو په شرط  رویټرز ته ، وویل چې په برید کې هغه الوتکې شاملې وې چې د Tu-95 او Tu-22 ستراتیژیک بم غورځونکي دي، کوم چې روسیه د اوږد واټن توغندیو د توغولو لپاره کاروي.

د ایرکوتسک والي، ایګور کوبزیف، وویل چې د اوسولسکي ولسوالۍ د سریدني کلي ته نږدې په یوه پوځي واحد باندې د ډرون برید شوی، خو د ستراتیژیکې هوايي ځواک په اړه یې څه ونه ویل.

هغه په ټیلیګرام کې په یوه ویډیو کې وویل چې ډرونونه د هوا له لارې اورېدل کېدل او د لوګي لویه ستنه آسمان ته پورته کېدله.

هغه زیاته کړه چې دا په سایبریا کې په دې برخه کې لومړی داسې برید دی - او دا چې د برید لپاره د ډرونونو شمېر معلوم نه دی. هغه وویل چې ډرونونه د یوه ټرک څخه توغول شوي وو.