افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
په کابل کې په یو چینايي رستورانت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې .
د راپورونو له مخې، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د دوشنبې په ورځ په یوه رستورانت کې چاودنې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې په کې چینايي وګړي هم شامل دي.
په کابل کې په یو چینايي رستورانت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې .
په کابل کې په یو چینايي رستورانت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې . / Reuters
20 جنوري 2026

په کابل کې په یو چینايي رستورانت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې .

د راپورونو له مخې، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د دوشنبې په ورځ په یوه رستورانت کې چاودنې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې په کې چینايي وګړي هم شامل دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ، ویلي چې چاودنه د ښار په سوداګریزه سیمه، شهرنو، کې په یوه چینايي رستورانت کې شوې ده. په دې سیمه کې لوی دفترونه، سوداګریز مرکزونه او سفارتونه هم موقعیت لري. عیني شاهدانو ویلي چې د برید هدف چینايي وګړي وو.

یوې ایټالوۍ نادولتي موسسې، ایمرجنسي، چې نږدې روغتون لري، ویلي چې دوی ته ۷ مړي او ۱۳ ټپیان ور وړل شوي دي. د دې موسسې مشر، دیجان پانیچ، په یوې اعلامیه کې ویلي: "په ټپیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم هم شامل دي."

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې په دې چاودنه کې یو افغان ساتونکی وژل شوی او دوه چینايي وګړي ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، رویټرز اژانس ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ګلوبل ټایمز د راپور له مخې، وروسته له هغه چې د دوشنبې په ماسپښین په رستورانت کې چاودنه وشوه، ټپیان روغتون ته ولیږدول شول.

د شهرنو سیمه د کابل له خوندي سیمو څخه ګڼل کیږي.

د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د هیواد واک په لاس کې اخیستی او د امنیت د ټینګښت ژمنه یې کړې وه، خو بریدونه لا هم دوام لري، چې د ډیرو مسؤلیت یې د داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

وپلټۍ
د عراق په اوبو کې د تېلو پر دوو بهرنیو ټانکرونو برید؛ یو کس ژوند د لاسه ورکړ
روسیې په برینسک کې له برید وروسته اوکراین او برتانیا په 'ترهګریز برید' تورن کړل
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه تل د سولې پلوي ده او د سولې پلوي به وي.
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ لومړنی قتل عام
امریکا غواړي چې د پاکستان په  پېښور ښار کې خپله قونسلګري په دایمي ډول وتړي
د ایران په جګړه کې ۱۴۰ تنه امریکایي سرتیري ټپيان شوي، چې د ۸ تنو وضعیت يي ښه ندی
د ایران نوی ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي روغ رمټ دی. دا خبره د ایران د ولسمشر پزشکیان زوی وکړه.
اردوغان تورکیه دیني ازادۍ په برخه کې د نمونې په توګه وښودله او د اسلاموفوبیا پر وړاندې خبرداری ورکړ
د ایران په اصفهان ښار کې د مسکو قونسلګري په بریدونو کې زیان لیدلی دی
د ایران لخوا د انرژۍ پر بڼسټونو بریدونو د نړیوالې انرژۍ د بحران اندېښنې ډیرې کړي دي.
په سویس کې په یو بس کې د اورلګیدنې له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښه
د افغانستان او تورکیې د دوستۍ د تړون ۱۰۵ کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
ملګري ملتونه: له پاکستان او ایرانه ۲۷۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي
پاکستان د ایران د جګړې له امله د انرژۍ د بحران په ترڅ کې 'له کوره کار' او د ښوونځیو د تړلو امر وکړ
د تورکیې او قطر د دفاع وزیرانو د منځني ختیځ د کړکېچ په ترڅ کې پر سیمه ییز امنیت خبرې وکړې