نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د اسرائیلو لخوا پر قطر د برید نه وروسته دوه ځله د نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړي دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په یوه توده ټیلیفوني مکالمه کې په قطر باندې د برید په اړه ژور خفګان څرګند کړی دی.
ټرمپ د اسرائیلو لخوا پر قطر د برید نه وروسته دوه ځله د نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړي دي
/ AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په یوه توده ټیلیفوني مکالمه کې په قطر باندې د برید په اړه ژور خفګان څرګند کړی دی. د راپورونو له مخې، ټرمپ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس د استازو پر وړاندې د اسرائیلو برید په اړه ځکه خفه وو چې ددې برید په اړه راپور يي له امریکایي پوځ څخه ترلاسه کړی وو، نه له اسرائیلو څخه.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، ټرمپ نتنیاهو ته ویلي چې د فلسطیني ډلې سیاسي مشرانو په نښه کول یو ناسم تصمیم و. هغه زیاته کړه چې د برید په اړه د امریکا بل متحد هېواد، چې د غزې جګړې د ختمولو لپاره منځګړیتوب کوي  په خاوره کې ترسره کیدل یو ناسم اقدام وو  او  بل دا کار د امریکا د منځني ختیځ د اهدافو سره په ټکر کې دی.

نتنیاهو په ځواب کې ویلي چې د برید لپاره یې یوازې لنډ فرصت درلود او هغه یې وکاروه. د دې خبرو وروسته، یوه بله ټیلیفوني مکالمه وشوه چې د چارواکو په وینا، په دوستانه فضا کې ترسره شوه. په دې مکالمه کې ټرمپ له نتنیاهو وپوښتل چې آیا برید بریالی و، خو نتنیاهو په ډاډ سره ځواب ورنه کړ.

وروسته، حماس تائید کړه چې د دې ډلې مشرتابه د برید څخه ژوندی پاتې شوی، خو د ډلې پنځه غړي او یو قطري امنیتي افسر وژل شوي دي.

ټرمپ د نتنیاهو څخه ناراضه

سره له دې چې ټرمپ د اسرائیلو یو قوي ملاتړ کوونکی ګڼل کېږي، خو د وال سټریټ ژورنال په وینا، هغه د نتنیاهو له کړنو څخه په زیاتېدونکي ډول ناراضه دی. نتنیاهو په پرله‌پسې ډول داسې توند ګامونه اخلي چې د امریکا له مشورې پرته ترسره کېږي او د ټرمپ د منځني ختیځ د اهدافو سره په ټکر کې دي.

په ورته ډول، راپورونه ښيي چې د سپینې ماڼۍ چارواکي د نتنیاهو د بې‌پروا کړنو له امله ناراضه دي، په ځانګړې توګه د جولای په میاشت کې د سوریې پر وړاندې د برید له امله.

قطر د برید غندنه وکړه او هغه یې یو "بزدلانه عمل" او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله. قطر خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو دا بې‌مسؤلیته چلند به ونه زغمي.

د خلیج دغه هېواد، چې د امریکا او مصر سره یوځای د غزې جګړې د ختمولو لپاره هڅې کوي، ویلي چې د اسرائیلو د برید په پایله کې د اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې تر اوسه له ۶۴،۶۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیلو د برید په وړاندې د سیمې یو ګډ غبرګون چمتو کېږي. هغه ټینګار وکړ چې له عربي او اسلامي شریکانو سره مشورې روانې دي.

هغه د سي‌اېن‌اېن سره په خبرو کې وویل: "د سیمې له لوري یو غبرګون به وشي. دا غبرګون اوس مهال د نورو شریکانو سره تر مشورې لاندې دی."

 

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی