د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
پاپ لیو:ددې وخت رارسیدلی دی چې په غزه کې نور روان قتل عام بند کړی شي.
بیت ‌المقدس د لاتیني مشرتابه د مشر په وینا پاپ لیو د غزې په سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او د اسرائیلو له لوري د غزې په یوازینۍ کاتولیک کلیسا ــ د هولي فاميلي کاتولیک کلیسا ــ باندې وژونکی برید یې "نا توجیه کیدونکی" وباله.
پاپ لیو:ددې وخت رارسیدلی دی چې په غزه کې نور روان قتل عام بند کړی شي.
/ AFP

پاپ لیو:ددې وخت رارسیدلی دی چې په غزه کې نور روان قتل عام بند کړی شي.

د کاتولیک مسیحیانو دیني مشر پاپ   لیو د غزې  په مسئل د تمرکز سره ویلي دي چې دعاوې کوي او  له غزې څخه ملاتړ څرګندوي، او دا هیله لري چې نه یوازې اوربند، بلکې د دې غمیزې پای ته رسېدل یقیني شي، او په دې لاره کې هر څه چې ممکن وي ترسره کړي.

د بیت ‌المقدس د لاتیني مشرتابه د مشر په وینا پاپ لیو د غزې په سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه، او د اسرائیلو له لوري د غزې په یوازینۍ کاتولیک کلیسا ــ د هولي فاميلي کاتولیک کلیسا ــ باندې وژونکی برید یې "نا توجیه کیدونکی" وباله.

کاردینال پيرباتیستا پیتزابالا، چې له یوناني ارتودوکس مشر پاتریارک تئوفیلوس درېیم سره یوځای یې غزې ته سفر کړی و، له هولي فاميلي کلیسا لیدنه وکړه، او ویې ویل چې د سفر پر مهال پاپ لیو شخصاً ورته زنګ وهلی و او خپله ژوره اندېښنه یې ورسره شریکه کړې وه.

پیتزابالا واتیکان نیوز ته وویل :پاپ لیو بیا بیا ټینګار وکړ چې دا د قتل عام د بندېدو وخت دی، هغه څه چې تر اوسه باید  شوي وای. روان بریدونه  هېڅ ډول توجیه نه لري، او موږ باید یقیني کړو چې نورې وژنې ونشي."

هغه زیاته کړه چې پاپ خپل "نېږدې‌والی، پاملرنه، دعا، ملاتړ، او دا اراده څرګنده کړه چې نه یوازې اوربند بلکې د دې فاجعې بشپړ پای ته رسېدل ممکن کړي."

دغه لیدنه یوه ورځ وروسته له هغه ترسره شوه چې د اسرائیلو یوه ټانک له لوري توغول شوې مرمۍ د یادې کلیسا ودانۍ وويشتله، چې له امله یې درې کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول، چې پکې د کلیسا د پادری پلار ګبرییل رومانېلي هم شامل و.

«همدردي او دعاوې»

هولي فاميلي کلیسا شاوخوا ۶۰۰ ولسي وګړو ته یې پناه ورکړې وه، چې پکې د ځانګړو اړتیاوو لرونکي ماشومان هم شامل وو.

کاردینال پيتزابالا د پاپ د "همدردۍ او هغو دعاوو" مننه وکړه "چې هغه مخکې له مخکې دوي ته ډاډ ورکړی و"، او ویې ویل چې د غزې ټوله کاتولیکه ټولنه د پاپ له ملاتړ څخه منندویه ده.

هغه وویل چې د ایکومینیکل پلاوي سلګونه ټنه بشري مرستې، په شمول د خوړو او طبي توکو، او د ټپیانو د درملنې لپاره د غزې څخه بهر په ایستلو کې مرسته وکړه.

په یوه جلا ګډ بیان کې، د بیت ‌المقدس پاتریارکان او د کلیساوو مشرانو د اسرائیلو برید په کلکه وغانده.

هغوی وویل :په نه ‌ماتیېدونکې یووالي سره، موږ دا جنایت په کلکه غندو.

"د عبادت ځایونه سپېڅلي ځایونه دي چې باید خوندي وساتل شي. دا ځایونه د نړیوالو قوانینو له مخې هم خوندي دي. پر داسې کلیسا برید چې شاوخوا ۶۰۰ پناه‌ غوښتونکي پکې ځای پر ځای وو، چې پکې د ځانګړو اړتیاوو لرونکي ماشومان هم شامل وو، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. دا د انسان کرامت ته سپکاوی، د انساني ژوند سپېڅلتیا ته بې ‌احترامي، او د یوه مقدس ځای بې ‌حرمتي ده."

هغوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ژر تر ژره د اوربند لپاره فشار راوړي، د ټولو مذهبي او بشري تأسیساتو د ساتنې لپاره ګام واخلي، او د غزې ولس ته عاجله مرسته ورسوي.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"