تورکیې فوټبال ملي لوبډلې کوسوو ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره وموندله

تورکیې په پلی-آف (play-offs) لوبو کې کوسوو ته یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکولو سره په پایلوبو کې خپل ځای یقیني کړ. د تورکیې ملي لوبغاړي  کرم اکتورک اوغلو په ۵۳مه دقیقه کې د تورکیې لپاره برخلیک ټاکونکی ګول وواهه.

By
تورکیې فوټبال ملي لوبډلې کوسوو ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره وموندله / AA

د تورکیې د فوټبال ملي لوبډله د خپل تاریخ لپاره په دریم ځل د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام پایلوبو ته، چې په امریکا متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا کې ترسره کیږي، لار پیدا کړه.

تورکیې په پلی-آف (play-offs) لوبو کې کوسوو ته یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکولو سره په پایلوبو کې خپل ځای یقیني کړ. د تورکیې ملي لوبغاړي  کرم اکتورک اوغلو په ۵۳مه دقیقه کې د تورکیې لپاره برخلیک ټاکونکی ګول وواهه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه اعلامیه کې د تورکیې ملي لوبډلې ته ددې ستر بري له امله مبارکي وویله.

هغه وویل چې تمه لري ملي لوبډله له ۲۴ کلونو وروسته د فوټبال په دې ستر ډګر کې د تورکیې په کلکه استازیتوب وکړي. هغه ډاډ څرګند کړ چې پوره باور لري چې د تورکیې ملي لوبډله به خپلې بریا ته تر پایه پورې دوام ورکړي.

اردوغان همداراز د استرالیا، پاراګوای او متحده ایالاتو په وړاندې په راتلونکو ګروپي لوبو کې لوبډلې ته د بریالیتوب هیله وکړه.

تورکیه په خپل تاریخ کې تر دې وړاندې دوه ځله نړیوال جام ته وتلې وه:

د تورکیې لومړی ګډون په ۱۹۵۴ کال کې و، چې پرته له کومې ځانګړې لاسته راوړنې په ګروپي پړاو کې له سیالیو بهر شوه.

 د تورکیې دویم ګډون بیا په بشپړ ډول برعکس و؛ په ۲۰۰۲ کال کې چې نړیوال جام په سویلي کوریا او جاپان کې په ګډه کوربه توب ترسره شو، تورکیې یو تاریخي مزل وکړ، دریم مقام یې وګاټه او د ټورنمنټ د غوره لوبډلو په کتار کې یې ځای ونیوه.