تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ملي دفاع وزارت د ابو ظهور په هوايي اډه باندې د اسرائیلو د برید ارزونه وکړه:
"موږ وایو چې د برید به جریان کې یا له برید څخه مخکې هیڅ تورکي پوځي هیئت شتون نه درلود"
د تورکیې ملي دفاع وزارت د ابو ظهور په هوايي اډه باندې د اسرائیلو د برید ارزونه وکړه:
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو سلاکار او د وزارت ویاند امیرالبحر ذکي اکتورک، په اوونیزه مطبوعاتي غونډه کې خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت (MSB) ویلي چې د سوریې په ابو ظهور هوايي اډه باندې د اسرائیلو د برید دمخه یا په جریان کې د تورکیې هیڅ پوځي پلاوي شتون نه درلود.

د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي او عامه اړیکو سلاکار او ویاند، ذکي اکترک، په اونیزه مطبوعاتي غونډه کې خبرې وکړې.

اکتورک په دې ټینګار وکړ چې د اسرائیلو له خوا د غزې پلان ردول او په سیمه کې د خپلو حملو دوام هغه هڅې اغېزمنوي چې د عادلانه او دوامداره سولې د ټینګښت لپاره ترسره کېږي، او خپلې وینا ته یې په لاندې ډول ادامه ورکړه:

"که څه هم د لاسلیک شوې چوکاټي موافقې سره سره اسرائیل د لبنان په سویل کې خپلو بریدونو او پوځي فعالیتونو ته دوام ورکوي، او د سوریې پر وړاندې د وروستیو حملو له لارې د دغه هیواد د خاورې بشپړتیا، خپلواکي او یووالی هدف ګرځوي. موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې نړیواله ټولنه باید د اسرائیلو هغو کړنو په وړاندې چې سیمه‌ییزه سوله او ثبات ته ګواښ پېښوي، د نړیوال قانون او بشري ارزښتونو ملاتړې پاتې شي او په دې اړه څرګند او اغیزمن اقدامات وکړي."

ذکي اکترک ټینګار وکړ چې د اګست په ۱۸مه د سوریې په ابو ظهور هوايي اډه باندې د اسرائیلو د برید څخه مخکې یا په جریان کې دلته د تورکیې کوم پوځي پلاوی شتون نه درلود.

"زموږ لومړیتوب دا دی چې زموږ سیمه له لا ډیرو شخړو او بې‌ ثباتۍ سره مخ نه شي سوله او امنیت په دایمي توګه ټینګ شي. په همدې چوکاټ کې، د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د یوه باثباته او خوندي جوړښت د رامنځته کېدو لپاره به زموږ هڅې او مرستې په ټینګه دوام ولري."

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي