نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف د برید سره په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د روسیې په برید کې په اوکراین کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې  دا بریدونه د پلازمېنې سربیره  په اودیسا او چرنیهیف سیمو  هم شوي دي چې پدې سیمو کې  هم د ټپیانو راپور ورکړی
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف د برید سره په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
/ AP

روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف د برید سره په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د روسیې په یوه برید کې په اوکراین کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې  دا بریدونه د پلازمېنې سربیره  په اودیسا او چرنیهیف سیمو  هم شوي دي چې پدې سیمو کې  هم د ټپیانو راپور ورکړل شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمینکو د سه شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې ولیکل: "د پلازمېنې په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۷ ځایونه د دښمن تر برید لاندې راغلل." هغه زیاته کړه چې "د استوګنې ودانۍ، تعلیمي ادارې او مهمې زیربناوې" ټولې په نښه شوې دي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو مخکې راپور ورکړی و چې د پلازمېنې په سولومینسکي ولسوالۍ کې د روسیې په یوه برید کې یو امریکایي وګړی هم  وژل شوی دی.

کلیچکو په ټیلیګرام کې وویل: "د کیف په برید کې  یو ۶۲ کلن امریکایي وګړی د هغه کور په وړاندې په برید کې  چېرته چې ډاکټرانو ټپیانو سره مرسته  کوله، وژل شوی دی."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دفتر مشر، اندري یرماک، د کیف په "استوګنېزو ودانیو" باندې د روسیې نوي بریدونه وغندل او په ټیلیګرام کې یې وویل چې مسکو "د ملکي وګړو پر وړاندې خپله جګړه روانه ساتلې ده."

زیلینسکي د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې هیله لري د G7 غونډې په څنډه کې له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

خو د امریکا ولسمشر ټرمپ د اسرائیلو او ایران ترمنځه د نښتې له امله مخکې ددینه چې زیلینسکي جي ۷ غونډې ته ورسیږي بیرته واشنګټن ته ستون شو.

بلخوا د روسیې  دفاع وزارت ویلي چې په یوه شپه کې یې ۱۴۷ اوکرایني ډرونونه غورځولي دي.

د هوايي دفاع واحدونو د روسیې په خاوره کې، په شمول د مسکو په سیمه کې، ۱۴۷ اوکرایني ډرونونه شنډ او له منځه وړي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د سه شنبې په ورځ مخکې ویلي وو چې دوه اوکرایني ډرونونه چې د مسکو پر لور روان وو، په هوا کې له منځه یوړل.

وپلټۍ
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
اسرائیل به د امریکا په ملاتړ خبرو کې د جنوبي سیمو کنټرول لبناني ځواکونو ته وسپاري
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه