نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
ممداني په دې ټکي ټینګار وکړ چې نتانیاهو یو جنګي مجرم دی او د هغې نسل وژنې "طراح" دی چې په پایله کې یې تر ۷۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
ممداني په دې ټکي ټینګار وکړ چې نتانیاهو یو جنګي مجرم دی او د هغې نسل وژنې "طراح" دی چې په پایله کې یې تر ۷۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

ظهران ممداني ټینګار وکړ چې که د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره نیویارک ښار ته راشي، دوی یې د نیولو قانوني واک نه لري، خو فدرالي حکومت باید دا ګام پورته کړي.
ممداني په ایکس (ټویټر) ټولنیزه شبکه کې په یوې ویډیو کې د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) له خوا د نتانیاهو په اړه د نیولو صادر شوي حکم د پلي کولو په اړه خپل پخواني نظرونه بیان کړل.

ممداني په دې ټکي ټینګار وکړ چې نتانیاهو یو جنګي مجرم دی او د هغې نسل وژنې "طراح" دی چې په پایله کې یې تر ۷۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. هغه په غزه کې پر ماشومانو او روغتونونو بریدونه، د خوراکي توکو بندیز، او د مرستندویه کارکونکو او خبریالانو وژل کېدل یاد کړل.

ظهرران ممداني وویل: "پداسې حال کې چې دا هرڅه پیښیږي، د هغو بمونو پیسې چې خلک وژني، د امریکایانو له جیبونو څخه راځي." هغه زیاته کړه چې د نتانیاهو له خوا رامنځته شوې ویجاړي باید درک شي او هغه باید محکمې ته راکش کړل شي.

نوموړي وویل چې که نتانیاهو نیویارک ته راشي، دوی ټولې لارې چارې ارزولي چې ایا د نړیوالې جنایي محکمې حکم پلي کولی شي که نه، خو وایي: "دا څرګنده ده چې موږ د دې حکم د پلي کولو لپاره خپلواک قانوني واک نه لرو. له بلې خوا، فدرالي حکومت دا واک لري. زه له هغوی غواړم چې له نړیوالې جنایي محکمې سره یوځای شي او دا حکم پلي کړي."

ممداني وویل چې نتانیاهو او نور جنګي مجرمین په نیویارک کې ځای نه لري.

د نیویارک ښاروال هم تر دې وړاندې ویلي وو: "زه فکر کوم د نتانیاهو ځای په هاګ کې دی. هغه یو جنګي مجرم دی چې د نړیوالې جنایي محکمې له خوا پرې تور پورې شوی دی."

نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۱مه په غزه کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د بنیامین نتانیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآو ګالنټ د نیولو حکم صادر کړی و.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ