نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
روسیې په لرې ختیځ کې د خپلې لا درکه شوې الوتکې د موندولو نه خبر ورکړ.
روسیې د سه شنبې په ورځ وویل هغه الوتکه چې د هېواد د لرې ختیځې سیمې په فضا کې د بیړني حالت سیګنال ورکړی و او لادرکه  شوې وه، موندل شوې ده، او په کې ټول پنځه کسان ژوندی دي.
روسیې په لرې ختیځ کې د خپلې لا درکه شوې الوتکې د موندولو نه خبر ورکړ.
/ AFP

روسیې په لرې ختیځ کې د خپلې لا درکه شوې الوتکې د موندولو نه خبر ورکړ.

روسیې د سه شنبې په ورځ وویل هغه الوتکه چې د هېواد د لرې ختیځې سیمې په فضا کې د بیړني حالت سیګنال ورکړی و او لادرکه  شوې وه، موندل شوې ده، او په کې ټول پنځه کسان ژوندی دي.

د روسیې د ساخا جمهوریت د چاپیریال، طبیعت مدیریت او ځنګلونو وزیر، یفګیني پرفیلییف، په ټیلیګرام کې په یوه بیان کې وویل: "الوتکه موندل شوې ده، ټول کسان ژوندی دي."

تر دې وړاندې، د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی و چې یوه انتونوف ان-۲ الوتکه د ټومپونسکي ولسوالۍ په سیمه کې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د الوتنې پر مهال خپل بیړنی سیګنال فعال کړی و.

ټومپونسکي ولسوالۍ د سایبریا د ساخا جمهوریت په ختیځ کې یوه پراخه او کم نفوسه سیمه ده چې په غرنیو سیمو او ګڼو ځنګلونو مشهوره ده.

تاس وویل چې د روسیې د ملکي هوايي چلند اداره، روساویاتسیا، د الوتکې او په کې د پنځو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې هڅې ترسره کولې.

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.