نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اوکراین د روسیې په سوچي ښار کې د تیلو په یوې زیرمې د ډرون سره برید وکړ.
د سیمې والي وینیامین کوندراتایف د ټیلیګرام پاڼې  له لارې ویلي چې له ۱۲۰ څخه ډیر اور وژونکي هڅه کوي چې د روسیې په سوچي ښار کې د تیلو په یوه زېرمه کې لګیدلی اور مړ کړي چې د اوکراین د بې پيلوټه الوتکې د برید له امله رامنځته شوی.
اوکراین د روسیې په سوچي ښار کې د تیلو په یوې زیرمې د ډرون سره برید وکړ.
/ AFP

اوکراین د روسیې په سوچي ښار کې د تیلو په یوې زیرمې د ډرون سره برید وکړ.

د سیمې والي وینیامین کوندراتایف د ټیلیګرام پاڼې  له لارې ویلي چې له ۱۲۰ څخه ډیر اور وژونکي هڅه کوي چې د روسیې په سوچي ښار کې د تیلو په یوه زېرمه کې لګیدلی اور مړ کړي چې د اوکراین د بې پيلوټه الوتکې د برید له امله رامنځته شوی.

د روسیې  ریا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د بیړنیو حالاتو د چارواکو له قوله وویل، چې د کراسنودار په سیمه کې، چیرې چې سوچي موقعیت لري، یو د تیلو ټانک چې ۲۰۰۰ مکعب متره ظرفیت یې درلود، سوځیدلی دی.

د روسیې د ملکي هوایي چلند ادارې، روساویتسیا، په ټیلیګرام کې وویل چې د هوايي خوندیتوب د یقیني کولو لپاره د سوچي په هوایي ډګر کې الوتنې ودرول شوې دي.

دغه برید، د ساحلي ښار د اډلر په ولسوالۍ  شوی. اوکراین پر روسیې دا وروستی برید د مسکو د جګړې لپاره مهم ګڼي.

تیره میاشت د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د اډلر په ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی و، خو په سوچي باندې بریدونه، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د ژمنیو المپیک لوبو کوربه توب کړی و، د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د پیل شوې جګړې په ترڅ کې کم وو.

د تور سمندر پر غاړه د کراسنودار سیمه د کراسنودار ښار ته نږدې د ایلسکي تېلو تصفیه خانې کوربه ده، چې په سویلي روسیه کې یو له سترو تصفیه خانو څخه ده او د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرله پسې هدف دی.

همدارنګه د یکشنبې په ورځ، د روسیې د وورونیژ سیمې والي وویل چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې یوه ښځه ټپي شوې چې څو اورونه یې رامنځته کړي، په داسې حال کې چې د اوکراین پلازمینې پوځي ادارې په وینا، روسیې پر کییف د توغندیو برید پیل کړی.

 

وپلټۍ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کانګرس کنټرول: د تېرو منځمهالو ټاکنو لړۍ د نوامبر په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو ننګونو ته رڼا اچوي
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی