نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په اسپانیا کې د دوو ګړندیو اورګاډو د ټکر له امله د لسګونو کسانو د وژل کېدو ویره ده
حکومتي سرچینې وايي چې دا ناورین ښايي د اسپانیا په سویل اډاموز کې د جنورۍ د میاشتې تر ټکر هم ناوړه وي، چې ۴۶ کسان په کې وژل شوي وو.
په اسپانیا کې د دوو ګړندیو اورګاډو د ټکر له امله د لسګونو کسانو د وژل کېدو ویره ده
په اسپانیا کې د دوو ګړندیو اورګاډو د ټکر له امله د لسګونو کسانو د وژل کېدو ویره ده

د اسپانیا د 'ال پایس' ورځپاڼې د هغو حکومتي سرچینو په حواله چې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو خبرداری یې ورکړی، راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د اسپانیا په مرکزي برخه کې د دوو ګړندیو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت لومړني معلومات ښيي چې د رینفي ای وي اي  یوه اورګاډي د ایریو  په نوم د یوه ولاړ اورګاډي سره د شا لخوا ټکر کړی دی. د بیړنیو خدمتونو د ادارې په وینا، دوه واګونونه له پټلۍ وتلي او یوې کندې ته لوېدلي دي.

حکومتي سرچینو ال پایس ورځپاڼې ته ویلي، دوی ویره لري چې دا ناورین به "تر اډاموز هم ناوړه وي"، چې اشاره یې د جنورۍ په میاشت کې د اسپانیا په سویل کې د ګړندي اورګاډي هغه ټکر ته ده چې ۴۶ کسان پکې وژل شوي وو.

د چهارشنبې د ورځې دا ټکر د ټولیډو ایالت د اورډا سټیشن ته څېرمه د ځايي وخت پر سهار ۸:۵۴  بجو رامنځته شوی دی.

د اورګاډي د زیربناوو چلوونکې ادارې اډیف (Adif) ویلي چې په پېښه کې ښکېل دواړه اورګاډي د ماډریډ-سیویل پر لاره روان وو. د ماډریډ، سیوډاډ ریال  او اندلس  ترمنځ نښلوونکي خدمتونه ځنډول شوي دي.

د اور وژونکو او طبي چورلکو په ګډون بیړنۍ ډلې د پېښې ځای ته استول شوې دي. د کاسټیلا-لا مانچا سیمه ییز حکومت د بیړني غبرګون خپل پلان فعال کړی دی.

لومړي وزیر پیډرو سانچیز د بیړني حالت د څارلو لپاره خپلې ټاکل شوې لیدنې لغوه کړې، او د سیمې ولسمشر ایمیلیانو ګارسیا-پیج وویل چې هغه د پېښې ځای ته روان دی. بېلابېلو سیاسي ګوندونو د چهارشنبې په ورځ خپل ټاکل شوي کمپایني پروګرامونه لغوه کړل.

د ټکر لامل لاهم تر څېړنو لاندې دی، او د ټپیانو شمېر سمدستي نه دی تایید شوی.

وپلټۍ
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
د تورکيې، سعودي عربستان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي به د امنیتي خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه
تورکي دولتونه به د انقرې په سرمشریزه کې له کرنې نیولې تر فضا پورې پر همکاریو تمرکز وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي وویل چې د جګړې بیا پیلېدل به د ایران دریځ بدل نه کړي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.