نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
سي این این د جمعې په ورځ د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ په شخړه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د پردې تر شا ډیپلوماسي روانه ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول

یو چارواکي سي این این  ته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره دا مهال د پردې تر شا ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
سي این این د جمعې په ورځ د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ په شخړه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د پردې تر شا ډیپلوماسي روانه ده.

یو امریکايي چارواکي وویل، امریکا په قصدي ډول بریدونه کوي او بیا یې ځنډوي ترڅو د وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي او ډیپلوماسۍ ته لاره هواره کړي. دغه چارواکي زیاته کړه چې امریکا د فشار د وسیلې په توګه د اهدافو یو لیست له ځان سره ساتلی دی.

د راپورونو له مخې، ګڼو چارواکو ویلي چې که اړتیا وه، د جمعې په شپه د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیول شوی و، خو اوس مهال ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکول کېږي.

نن سهار وختي په عربي سمندر کې د "یو ایس ایس ابراهیم لینکن"  الوتکې وړونکې بېړۍ کې، عملې جنګي الوتکې په وسلو سمبال کړې او پیلوټانو د احتمالي بریدونو لپاره تمرینونه ترسره کړل.

د بېړۍ کپتان په بورډ کې زرګونو سرتېرو ته خبر ورکړ چې سیمه ییز کړکېچ مخ په زیاتېدو دی او د چمتووالي پر اهمیت یې ټینګار وکړ، چې دا یو معمول عمل دی.

د بریدونو د چمتووالي ترڅنګ، جنګي پیلوټانو خپلو عادي دفاعي عملیاتو ته دوام ورکړ او د ورځې او شپې لخوا یې الوتنې ترسره کړې.

امریکايي چارواکو وویل چې د ایران هغه ادعاوې ناسمې دي چې ګواکې لا دمخه نور امریکايي بریدونه شوي دي. خو دوی زیاته کړه چې وضعیت د بدلون په حال کې دی او که اړتیا ولیدل شي، بریدونه بیا پیل کېدی شي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ