نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د هند په اندور ښار کې د ککړو اوبو له امله نهه کسان مړه او ۲۰۰ نور روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ځايي روغتیايي چارواکو په وینا، د هند د مرکزي ښار اندور کې د نس ناستې د خپرېدو له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي او له ۲۰۰ څخه زیات کسان روغتون ته لېږدول شوي دي؛ چارواکو ویلي دا پېښه د څښاک د ککړو اوبو سره تړاو لري.
د هند په اندور ښار کې د ککړو اوبو له امله نهه کسان مړه او ۲۰۰ نور روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هند په اندور ښار کې د ککړو اوبو له امله نهه کسان مړه او ۲۰۰ نور روغتون ته لېږدول شوي دي. / Reuters

د هند په اندور ښار کې د ککړو اوبو له امله نهه کسان مړه او ۲۰۰ نور روغتون ته لېږدول شوي دي.

اندور، چې د مدیه پردېش په ایالت کې موقعیت لري، د هند تر ټولو پاک ښار نومول شوی او د تېرو اتو کلونو راهیسې د ملي پاکوالي په درجه‌بندۍ کې لومړی مقام لري.

د ځايي روغتیايي چارواکو په وینا، د هند د مرکزي ښار اندور کې د نس ناستې د خپرېدو له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي او له ۲۰۰ څخه زیات کسان روغتون ته لېږدول شوي دي؛ چارواکو ویلي دا پېښه د څښاک د ککړو اوبو سره تړاو لري.

قانون‌ جوړونکي کیلاش وجېورګیا وویل چې په اندور کې نهه کسان مړه شوي دي.

د اندور د روغتیا مشر ډاکټر مادهو پرساد هاساني رویټرز ته د ټیلیفون له لارې وویل چې د ښار د بهګیراتپور سیمې د څښاک اوبه د لیک له امله ککړې شوې وې، او د اوبو ازموینې په پایپ لاین کې د بکتریاوو شتون يې تایید کړی دی.

هاساني وویل: «زه د مړو د شمېر په اړه څه نه شم ویلای، خو هو، له همدې سیمې څخه له ۲۰۰ څخه زیات کسان د ښار په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. له اغېزمنې سیمې څخه د اخیستل شوې د اوبو نمونې وروستۍ راپور ته انتظار باسي.»

د ولسوالۍ اداري افسر شراون ورما وویل چې چارواکو د کور په کور معاینې لپاره د ډاکټرانو ډلې ګومارلې دي او د اوبو د پاکولو لپاره د کلورین ګولۍ وېشي.

ورما وویل: «موږ د لیک یوه نقطه موندلې ده چې ښايي اوبه یې ککړې کړې وي، او هغه نقطه ترمیم شوی ده»، او زیاته یې کړه چې چارواکو ۸٬۵۷۱ کسان معاینه کړي او له هغوی څخه یې ۳۳۸ کسان د لږو نښو لرونکي پېژندلي دي.

وپلټۍ
امریکا متحده ایالتونو پر حوثیانو د مخامخو بریدونو په اړه د سعودي عربستان غوښتنه رد کړه.
امریکایان دم ګړۍ د بهرنیو بریدونو پر پرتله "کورنی ترهګریزم" د هیواد لپاره  لوی خطر بولي
د پولنډ لومړي وزیر توسک اعلان وکړ چې د اوکراین او پولنډ پر سرحدي دروازې باندې ګواښ شنډ شو
ترامپ وايي؛ د منځمهالو ټاکنو له امله پر ایران "کامل" برید نه کوي
ترامپ د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې د ۲۵مې کلیزې په یادغونډه کې ګډون کوي
اوکراین د روسیې په خاوره کې د جګړې په اوږدو کې ترټولو اوږد برید ترسره کړ
روسیه: "د اوکرایین جاسوس" چې د انګلیس ډیپلوماتانو په اړه یې معلومات راټولول ونیول شو
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
ولې اسرائیل د فالکلنډ ټاپوګانو په تنازعه کې د بریتانیا پر وړاندې د ارجنټاین ملاتړ کوي؟
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي