سپورت
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا د اتلولۍ د سیالیو په پایلوبه کې ایټالیا لوبډلې ته ۳ د ۲ په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره د اروپا اتلولي وګټله.
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله

د ۲۰۲۶ کال د اروپا د اتلولۍ په پایلوبه کې ایټالیا ته ۳-۲ په ماتې ورکولو سره، د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې سرښوونکي ډانیال سانتاریلي او کپتانې ادا اردیم دوندار وویل چې دوی د روان اوړي لپاره خپلو ټاکلو موخو ته رسېدلي دي.

ډانیال سانتاریلي او ادا اردیم د "سینان اردیم" په ورزشي تالار کې له لوبې وروسته له رسنیو سره خبرې وکړې.

ایټالیوي سرښوونکي وویل چې د ویلو لپاره ډېر څه لري: "موږ اوړی په هغه ډول پای ته ورساوه چې مونږ غوښتل . موږ د نه منلو وړ کارونه ترسره کړل. زموږ فدراسیون او لوبډلې په رښتیا معجزې ته ورته کارونه وکړل. نن موږ د نړۍ له یوې تر ټولو غوره لوبډلې سره په میدان کې سخته مبارزه وکړه. موږ باید پر خپل ځان، لوبډلې او ترسره کړي کار وویاړو."

هغه د خپل هېواد (ایټالیا) پر وړاندې د لوبېدو په اړه وویل: "زه یو ایټالوی یم، دا تاسو ټول پوهېږئ، خو زه د تورکیې لپاره کار کوم. خپله ټوله انرژي تورکیې ته ورکوم او خپل هر څه د دې لپاره کاروم چې دا لوبډله ښې پایلې ترلاسه کړي. دا طبیعي ده چې ووایئ زه د ایټالیا تبعه یم، خو زه له دې هېواد او د دې هېواد له خلکو سره ډېره مینه لرم. زه ډېر غواړم چې له دې هېواد سره داسې نور لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړم."

د ملي لوبډلې کپتانې ادا اردیم دوندار وویل چې دا یوه ډېره خوندوره او په زړه پورې لوبه وه. هغې زیاته کړه: "موږ ډېر ویاړو او ډېر خوشحاله یو. د لوبډلې په توګه هغه ټولې موخې چې د اوړي په پیل کې مو ټاکلې وې، ترلاسه کړې. نن نندارچیان هم د نه منلو وړ وو او په یوه ډېره ښه فضا کې مو لوبه وکړه. که څه هم کله ناکله موږ له لوبې شاته کېدو، خو د نندارچیانو ملاتړ او باور موږ بېرته لوبې ته راوګرځولو. موږ وکولای شول چې له ایټالیا څخه ۲-۱ بایللې لوبه ۳-۲ وګټو. د دویم ځل لپاره د اروپا د اتلولۍ په ګټلو ډېر خوښ یو."

 

وپلټۍ
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي