تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د ایران لخوا تورکیې پر لورې د راتوغول شوي توغندي له امله تورکیې ایران ته ډیر سخت خبرداری ورکړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه په سیمه کې د مخ په زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې د خپلو پولو او هوايي حریم د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات کوي. هغه ټینګار وکړ چې د انقرې د مخنیوي او دفاعي وړتیا په تر ټولو لوړه کچه کې ده.
د ایران لخوا تورکیې پر لورې د راتوغول شوي توغندي له امله تورکیې ایران ته ډیر سخت خبرداری ورکړ
د ایران لخوا تورکیې پر لورې د راتوغول شوي توغندي له امله تورکیې ایران ته ډیر سخت خبرداری ورکړ / AA

د تورکیې د ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د ناټو دفاعي سیسټم له ایران څخه یو بالستیک توغندی چې د تورکیې هوايي حریم په لور روان و، شنډ کړ.

د تورکیې ولسمشر وویل چې انقره له خپلو ناټو متحدینو سره نږدې کار کوي او چمتو ده چې هر ډول ګواښ ته سمدستي ځواب ووایي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه په سیمه کې د مخ په زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې د خپلو پولو او هوايي حریم د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات کوي. هغه ټینګار وکړ چې د انقرې د مخنیوي او دفاعي وړتیا په تر ټولو لوړه کچه کې ده.

اردوغان د چهارشنبې په ورځ وویل: «موږ په داسې سختو وختونو کې چې زموږ سیمه ورسره مخ ده، د خپلو پولو او هوايي حریم د امنیت په برخه کې هیڅ شی چانس ته نه پرېږدو.»

د تورکیې ولسمشر زیاته کړه چې انقره له خپلو ناټو متحدینو سره په نږدې مشوره کې ټول اړین اقدامات ترسره کوي او د اړتیا په صورت کې سمدستي غبرګون ښیي.

د اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د تورکیې د دفاع وزارت په وینا،  له ایران څخه د تورکیې د هوايي حریم په لور یو توغول شوی بالستیک توغندی په ختیځه مدیترانه کې د ناټو د هوايي او ميزایلي دفاعي واحدونو له خوا شنډ او له منځه یوړل شو.

له دغې پېښې وروسته، انقرې د ایران سفیر احضار کړ او د دې پېښې په اړه یې خپل «کلک احتجاج» ورته څرګند کړ. په ورته وخت کې، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې دا موضوع مطرح کړه.

خورا سخت خبرداری
دې پېښې ته په اشارې سره، اردوغان وویل چې تورکیې ایران ته خورا سخت خبرداری ورکړی ترڅو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي. هغه وویل: «زموږ د هېواد او ملت د امنیت د تامین لپاره زموږ هوډ او وړتیا په لوړه کچه کې ده.»

اردوغان د مخنیوياو دفاع  پر اهمیت په ټینګار سره، وویل چې په تورکیه کې د سولې ساتل د هېواد د دفاعي وړتیاوو په دوامداره پیاوړتیا پورې تړلي دي. هغه زیاته کړه: «که موږ غواړو په دې خاوره کې چې زموږ ابدي وطن دی، په سوله او ثبات کې ژوند وکړو، باید په دوامداره توګه خپله دفاعي وړتیا پیاوړې کړو.»

دا پېښه پر ایران باندې د امریکا او اسرائیل له هغو ګډو بریدونو وروسته رامنځته کیږي چې پکې د دغه هېواد ستر مذهبي مشر علي خامنه ای، نور جګپوړي چارواکي او نږدې ۱۰۵۰ ایرانیان — چې ۱۶۵ پکې د ښوونځي زده کوونکي وو — ووژل شول. دغو بریدونو تهران اړ کړ چې په سیمه کې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ