نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ایران د هند په سمندر کې د ډیګو ګارشیا په نامه د امریکا او برېتانیا پر ګډې پوځي اډې توغندیو برید کړی
وال سټریټ ژورنال د جمعې په ورځ د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې ایران په دې وروستیو کې د هند په سمندر کې د ډیګو ګارشیا په نامه د امریکا او برېتانیا پر ګډې پوځي اډې دوه بالیستیک توغندي توغولي دي.
ایران د هند په سمندر کې د ډیګو ګارشیا په نامه د امریکا او برېتانیا پر ګډې پوځي اډې توغندیو برید کړی
ایران د هند په سمندر کې د ډیګو ګارشیا په نامه د امریکا او برېتانیا پر ګډې پوځي اډې توغندیو برید کړی / REUTERS

راپور زیاته کړې، هېڅ یو توغندی هم پر هدف نه دی لګېدلی، چې د ایران له خاورې څخه شاوخوا ۲۵۰۰ مایله (۴۰۰۰ کیلومتره) لرې دی، خو دغه توغونه دا په ډاګه کوي چې تهران تر هغه څه اوږد واټن ویشتونکي توغندي لري چې پخوا یې په اړه فکر کېده.

پنټاګون په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

ژورنال راپور ورکړی، چې یو توغندی په هوا کې ناکام شو، او بل د یوې امریکايي جنګي بېړۍ څخه د توغول شوي دفاعي توغندي له خوا په نښه شو، که څه هم دا روښانه نه ده چې ایا توغندی ویشتل شوی که نه.

د چاګوس په ټاپوګانو کې ډیګو ګارشیا له هغو دوو اډو څخه یوه ده چې برېتانیا امریکا ته په ایران کې د "دفاعي" عملیاتو لپاره د کارولو اجازه ورکړې ده.

امریکايي ځواکونو په دغه اډه کې بم غورځوونکې الوتکې او نور تجهیزات ځای پر ځای کړي دي، چې د اسیا د عملیاتو لپاره یو کلیدي مرکز دی، او په افغانستان او عراق کې د امریکا د بمبارۍ کمپاینونه هم پکې شامل دي.

برېتانیا موافقه کړې چې د چاګوس ټاپوګان، چې له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې یې په واک کې دي، بېرته موریشس ته وسپاري، خو په ډیګو ګارشیا کې، چې د دغو ټاپوګانو تر ټولو لوی دی، د پوځي اډې لپاره خپله اجاره ساتي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دغې پرېکړې سخته نیوکه کړې ده.

وپلټۍ
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ