نوې سوریه
3 د لوستلو دقیقې
د یوې لسیزې وروسته په واشنګټن کې د سوریې بیرغ ورپول شو
د سوریې عربي جمهوریت بیرغ د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د دې هېواد په سفارت ودرول شو. دا کار د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشبانی لخوا ترسره شو.
د یوې لسیزې وروسته په واشنګټن کې د سوریې بیرغ ورپول شو
/ AA

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو نهه میاشتې وروسته، په واشنګټن ډي سي کې د سوریې پر سفارت تر یوې لسیزې وروسته د لومړي ځل لپاره بیرغ ورپاوه. دغه ګام د سوریې او امریکا  او خپله شیباني لخوا یوه "تاریخي" شېبه وبلله.

شیباني له مراسمو وروسته انادولو اژانس ته وویل: "البته، دا یوه تاریخي شېبه ده." هغه زیاته کړه چې دا د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې پر مهال د سوریې د خلکو د مبارزې نښه ده.

د بیرغ پورته کولو دغه مراسم نیویارک ته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره د ولسمشر احمد الشرع له پلان شوي سفر څخه مخکې ترسره شول، چې دا به په ۵۸ کلونو کې امریکا ته د سوریې د یوه ولسمشر لومړنی سفر وي.

د ډېری ګډونوالو لپاره، دغې ورځې ژور سمبولیک ارزښت درلود.

۵۵ کلنې رغد بوشناق، چې اصلاً د دمشق ده، وویل چې دا "د تصور وړ نه وه."

هغې رایاده کړه چې د اسد د واکمنۍ پر مهال، په امریکا کې مېشتو سوریایانو د څارنې وېره لرله.

هغې وویل: "اوس موږ دلته یو، خوشحاله یو. دا یوه تاریخي شېبه ده. تاسو په سوریه کې د ازادۍ بوی حس کولی شئ."

بوشناق له تورکیې او "ټولو هغو هېوادونو څخه چې زموږ سره یې مرسته او ملاتړ کړی" مننه وکړه.

'یو نوی فصل'

امیر السمان، یو سوریايي-امریکایی او د (سوریه خبرې کوي) پاډکاسټ بنسټګر وویل، دا ورځ "د امریکا او سوریې په اړیکو کې د یوه نوي فصل د رښتیني پیل" نښه ده.

هغه زیاته کړه: "هیله ده چې دمشق او واشنګټن به پر ډېرو ښو اړیکو کار وکړي. او زه فکر کوم دا یوه نښه ده چې وضعیت سم لوري ته روان دی."

السمان هیله څرګنده کړه چې د امریکا پاتې بندیزونه به هم لیرې شي.

"زه فکر کوم ډېر خلک غواړي چې پر سوریې لګېدلي بندیزونه لیرې شي. زه هم غواړم چې د سوریې بندیزونه لیرې شي. فکر کوم د کانګرس ډېر غړي همدا غواړي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ورته خبرې کړې دي. زه هیله من یم."

د خپل سفر پر مهال، شیباني د کانګرس د غړیو او لوړپوړو چارواکو سره وکتل، چې په کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لینډو او د سوریې لپاره ځانګړی استازی ټام بیرک هم شامل وو.

په دغو خبرو اترو کې د سوریې پر راتلونکي، د اسرائیل او سوریې پر اړیکو، او د دمشق او د YPG په مشرۍ د ترهګرې ډلې "سوریې ډیموکرټیکو ځواکونو" (SDF) ترمنځ د مارچ د ۱۰مې پر هوکړې تمرکز وشو.

دغه هوکړه، چې د روان کال په لومړیو کې اعلان شوې وه، په دولتي بنسټونو کې د SDF د ادغام لپاره پلانونه په ګوته کوي، او ورسره د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کوي او بېلتونپالنه ردوي.

 

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو