نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې د 'مخدره توکو قاچاق' پر شکمنې کښتۍ برید وکړ
د امریکا د جنوبي قوماندې (SOUTHCOM) په وینا، د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ په ختیځ ارام سمندر کې پر یوې داسې کښتۍ برید وکړ چې ادعا کېږي د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېله وه.
د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې د 'مخدره توکو قاچاق' پر شکمنې کښتۍ برید وکړ
د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې د 'مخدره توکو قاچاق' پر شکمنې کښتۍ برید وکړ / Reuters

د امریکا جنوبي قومانداني وايي، دوه تورن د 'مخدره توکي پلورونکي' وژل شوي، او زیاته یې کړه چې هیڅ امریکایي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

د امریکا د جنوبي قوماندې (SOUTHCOM) په وینا، د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ په ختیځ ارام سمندر کې پر یوې داسې کښتۍ برید وکړ چې ادعا کېږي د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېله وه.

دا برید د ګډ کاري ځواک جنوبي سپیر لخوا د قوماندان جنرال فرانسس ایل ډونووان په لارښوونه ترسره شو، چا چې د پنجشنبې په ورځ په پنټاګون کې د مراسمو په جریان کې د (SOUTHCOM) قومانده په غاړه واخیسته.

 د امریکا د جنوبي قوماندې پر ایکس کې وویل: «استخباراتي معلوماتو تایید کړه چې دا کښتۍ د ختیځ ارام سمندر په هغو پېژندل شوو لارو تېرېدله چې د مخدره توکو د قاچاق لپاره کارول کېږي او د مخدره توکو د قاچاق په عملیاتو کې ښکېله وه. په دې اقدام کې دوه د مخدره توکو ترهګر ووژل شول. هېڅ امریکايي پوځي ځواکونو ته زیان ونه رسېد.»

د پنجشنبې په پیل کې، د دفاع وزیر پیټ هېګسېت وویل چې «د کارتلونو ځینو لوړپوړو د مخدره توکو قاچاقبرانو» چې د (SOUTHCOM) د مسؤلیت په ساحه کې دي «پریکړه کړې چې د وروستیو (ډېرو اغېزمنو) متحرک بریدونو له امله په کارابین کې د مخدره توکو ټول عملیات تر نامعلومې مودې پورې ودرولي.»

هېګسېت د خپلې ادعا په اړه نور جزییات شریک نه کړل او نه یې کوم شواهد وړاندې کړل.

د ټرمپ ادارې د سپتمبر راهیسې په کارابین سمندر او ختیځ ارام سمندر کې پوځي عملیات زیات کړي، او دلیل یې د مخدره توکو د قاچاق پر ضد هڅې ښودلې دي.

وپلټۍ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی