هاکان فیدان په سیمه کې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي

د باوري سرچینو په وینا، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په تېرو دریو ورځو کې، پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو او د تهران د ځوابي اقداماتو پر مهال پراخې ډیپلوماتیکې خبرې اترې پر مخ وړې دي.

By
هاکان فیدان په سیمه کې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي / AA

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د بریدونو د بندولو په موخه د ګڼشمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.


د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د تاوتریخوالي کمولو او د بریدونو د بندولو په موخه د ایران، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، فرانسې، اسپانیې او اردن په ګډون د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د باوري سرچینو په وینا، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په تېرو دریو ورځو کې، پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو او د تهران د ځوابي اقداماتو پر مهال پراخې ډیپلوماتیکې خبرې اترې پر مخ وړې دي.

فیدان د فبروري په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو وروسته، د وضعیت ارزولو او د بریدونو د بندولو لپاره د ممکنه ګامونو په اړه د ایران، عراق، سعودي عربستان، قطر، سوریې، مصر او اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې وکړې.

فیدان په همدې ورځ په سیمه کې د بریدونو د څېړلو لپاره د متحده عربي اماراتو، اسپانیې او هنګري له خپلو سیالانو سره هم جلا جلا ټیلیفوني خبرې وکړې.

هاکان فیدان همداراز د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې، کایا کالاس سره هم وغږېد، په سیمه کې یې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو بحث وکړ او له بېلابېلو لورو سره یې د جګړې د بندولو په موخه پر ډیپلوماتیکو هڅو خبرې وکړې.

فیدان د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په ایران کې د وروستي وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل او د سیمه ییز بحران د حل په موخه یې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر، سید بدر حمد البوسعیدي سره هم وکتل.

د بهرنیو چارو وزیر فیدان د دوشنبې په ورځ د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیهون بایراموف سره په ټیلیفوني اړیکه کې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ. نوموړي همداراز د بلغاریا د بهرنیو چارو له وزیرې نادېژدا نینسکي سره هم خبرې وکړې او د سیمه ییزو نښتو پر دوه اړخیزو اغیزو یې ورسره بحث وکړ.

فیدان وروسته د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر، ژان نوېل بارو سره په خبرو کې په سیمه کې پر وروستیو پرمختګونو په تفصیل سره وغږېد. دواړو لورو د تاوتریخوالي د کمولو او بریدونو د پای ته رسولو لپاره د عملي ګامونو پورته کولو په اړه بحث وکړ.

فیدان همداراز له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې فیدان او الصفدي د بریدونو پر پای ته رسولو، د تاوتریخوالي پر کمولو او له اړوندو لورو سره د ډیپلوماتیکو هڅو پر پیاوړتیا تمرکز وکړ او د سیمې د وروستیو حالاتو سیاسي، امنیتي او بشري اړخونه یې وڅېړل.