تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې او امریکا ولسمشرانو په لاهه کې ناټو مشرانو د غونډې په څنډه کې لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان،  د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې په لاهه ښار کې د امریکا د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه وکړه.
د تورکیې او امریکا ولسمشرانو په لاهه کې ناټو مشرانو د غونډې په څنډه کې لیدنه وکړه
/ AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان،  د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې په لاهه ښار کې د امریکا د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه وکړه.

دغه لیدنه د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو د رسمي ماښامنۍ  میلمستیا پر مهال ترسره شوه، چې د هالنډ پاچا ویلم-الکساندر او د هغه د مېرمنې په کوربه‌توب د «هاوس تن بوش» په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

په دې لیدنه کې د تورکیې او امریکا تر منځ دوه اړخیزې اړیکې او همدارنګه د سیمې او نړۍ مهمې موضوعګانې وڅېړل شوې. ولسمشر اردوغان د دواړو هېوادونو د پراخو همکارۍ وړتیاوو ته په اشارې سره، په ځانګړي ډول د انرژۍ او پانګونې په برخو کې، ټینګار وکړ چې د دفاعي صنعتونو په برخه کې د همکارۍ پراختیا کولی شي د ۱۰۰ میلیارده ډالرو دوه اړخیزې سوداګرۍ هدف ته رسېدل اسانه کړي.

اردوغان همدارنګه د ایران او اسرائیل تر منځ د امریکا په منځګړیتوب د اوربند هرکلی وکړ او د دې اوربند د ساتنې او دوام پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه د غزې په سیمه کې د بشري ناورین د ژر پای ته رسولو او د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې د سوله‌ییز حل لپاره د نږدې خبرو غوښتنه وکړه.

دواړو ولسمشرانو، چې د ناټو مهم متحدین دي، د دې ائتلاف د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د اړینو ګامونو پر اهمیت ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان د سې شنبې په ورځ د جون ۲۴مه د ناټو د مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره هالنډ ته ورسېد. هغه د امستردام په شیپول هوایي ډګر کې د هالنډي چارواکو، په ناټو کې د تورکیې دایمي استازي باسات اؤزترک او په لاهه کې د تورکیې سفیر سلجوق اونال له خوا هرکلی وشو او بیا لاهې ته روان شو، چېرته چې د ناټو د مشرانو غونډه ترسره کېږي.

په دې سفر کې د تورکیې لومړۍ مېرمن امینه اردوغان، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د ملي دفاع وزیر یاشار ګولر، د ملي استخباراتو رئیس ابراهیم قالن، د ولسمشرۍ د عامه اړیکو مرکز رئیس فخرالدین آلتون او د ولسمشر د بهرني سیاست او امنیت سلاکار عاکف چاغاتای قیلیچ  له اردوغان سره ملګري دي.

د ناټو د مشرانو غونډه د یورو-اتلانتیک سیمې پر وړاندې د ستراتیژیکو ګواښونو او ننګونو پر تمرکز ترسره شوې او تر چهارشنبې ورځې پورې به دوام وکړي.

تمه کېږي چې د تورکیې ولسمشر به د دې غونډې په څنډه کې د نړۍ له یو شمېر نورو مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې ترسره کړي.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.