د ایران یوه ولایتي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، د شپې لخوا د قشم پر ټاپو د امریکا بریدونو استوګنیزو او سوداګریزو سیمو او مهمو بنسټیزو تاسیساتو ته هیڅ زیان نه دی اړولی.
د فارس د نیمه رسمي خبري اژانس په وینا، د جنوبي هرمزګان ولایت د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال والي احمد نفیسي وویل چې په نښه شوي ځایونه د کورونو، سوداګرۍ او عامه خدماتو تاسیساتو څخه لرې موقعیت لري.
نفیسي وویل: "په نښه شوي ځایونه د استوګنیزو او سوداګریزو سیمو او عامه خدماتو زیربناوو څخه بهر وو، او د ټاپو حیاتي زیربناوو یا اړینو خدماتو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی."
بیړني خدمات د خبرداري په حال کې دي
نفيسي وويل چې د قشم ټاپو کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی، بیړني خدمات، عامه اسانتیاوې او اداري بنسټونه په لوړ خبرداري کې دي.
هغه د هغو سیمو نومونه په ډاګه نه کړل چې بریدونه پرې شوي وو او نه یې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه جزئیات وړاندې کړل.
د نوموړي څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د یکشنبې په ماښام د بندرعباس په جنوبي بندري ښار او نږدې قشم ټاپو کې د څو چاودنو راپورونه خپاره شول.
فارس خبري اژانس په لومړیو کې د ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې ښايي دغه چاودنې د هغو بېړیو پر وړاندې د خبرداري ډزو له امله رامنځته شوې وي چې د هرمز تنګي د تګ راتګ له اصولو څخه یې د سرغړونې شک موجود و. ایراني چارواکو سمدستي د چاودنو لامل روښانه نه کړ.
په ستراتیژیکه سمندري لار کې لا هم ترینګلتیاوې شتون لري
د قشم ټاپو د بندرعباس ښار ته نږدې، د هرمز تنګي په دروازه کې موقعیت لري. دغه تنګی د بېړیو د تګ راتګ یوه مهمه سمندري لار ده، چې د ایران پر وړاندې د جګړې له پیل مخکې د نړۍ د تېلو د صادراتو د پام وړ برخه ترې لېږدول کېده.
دغه پیښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د تنګي د امنیت او د بېړیو د تګ راتګ د ازادۍ پر سر د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم دوام لري، په داسې حال کې چې د شخړې د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.


























