نړۍ
6 د لوستلو موده (...) دقیقې
انګلستان، کاناډا او اسټرالیا په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده
انګلستان ، کاناډا او استرالیا په پرله پسې د فلسطین دولت د په رسمیت پیژندولو اعلان وکړ.
انګلستان، کاناډا او اسټرالیا په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده
/ Reuters
21 سپتمبر 2025

انګلستان، کاناډا او اسټرالیا په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده

انګلستان، کاناډا او اسټرالیا د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده، او په دې توګه د هغو لوېدیځو هېوادونو له مخ پر ودې شمېر سره یوځای شول چې په وروستیو میاشتو کې یې د غزې د جګړې د دوام په ترڅ کې د فلسطیني دولت د ملاتړ لپاره ګامونه اخیستي دي.

انګلستان

د انګلستان لومړي وزیر کېیر سټارمر د فلسطیني دولت د رسمي پېژندلو اعلان په دې ټکو وکړ: "په منځني ختیځ کې د مخ پر ودې وحشت په ځواب کې، موږ د سولې او د دوه دولتونو د حل لارې د امکان د ژوندي ساتلو لپاره اقدام کوو."

هغه وویل چې د دې معنی د یوه باثباته فلسطیني دولت ترڅنګ یو خوندي او امن اسرائیل دی، او زیاته یې کړه: "اوسمهال، موږ یو هم نه لرو."

د جولای په میاشت کې، لومړي وزیر ویلي وو چې انګلستان به د روان کال په سپټمبر کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، مګر دا چې د اسرائیل حکومت "اساسي ګامونه" پورته کړي.

په ورته وخت کې، د اسرائیل حکومت د بریتانیا له اعلان څخه مخکې د انګلستان دا اقدام "بې مانا" وباله.

له اعلان څخه مخکې، د لومړي وزیر مرستیال ډیویډ لامي بي بي سي ته وویل چې "اوس د دوه دولتونو د حل لارې لپاره د درېدو وخت دی."

کاناډا

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني اعلان وکړ چې هېواد یې په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت پېژني، او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره یې د شراکت ژمنه وکړه.

کارني د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې څخه مخکې د امریکا په ټولنیزه رسنۍ 'اېکس' (X) کې ولیکل: "کاناډا د فلسطین دولت په رسمیت پېژني او د فلسطین دولت او اسرائیل دواړو لپاره د یوې سوله ییزې راتلونکې د ژمنې په جوړولو کې زموږ د ملګرتیا وړاندیز کوي."

دا اعلان د کاناډا د هغې پخوانۍ ارادې په تعقیب دی چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۰مه غونډه کې به فلسطین په رسمیت وپېژني.

اسټرالیا

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د بهرنیو چارو له وزیرې پیني وانګ سره په ګډه اعلامیه کې وویل، اسټرالیا د کاناډا او انګلستان ترڅنګ فلسطین په دې موخه په رسمیت پېژندلی ترڅو د دوه دولتونو د حل لارې لپاره هڅې بیا راژوندۍ کړي، چې پیل یې په غزه کې له اوربند او هلته د یرغمل شویو له خوشې کولو څخه کیږي.

له دې مخکې، فرانسې، لوګزامبورګ او مالټا د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د فلسطین د په رسمیت پېژندلو لپاره د ورته پلانونو اعلان کړی و.

تمه ده چې نور هېوادونه هم د په رسمیت پېژندلو اعلان وکړي

هغه مشران چې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لپاره راټول شوي، د فلسطین د مسلې د سوله ییز حل او د دوه دولتونو د حل لارې د پلي کولو په اړه به په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د سږکال په غونډه کې فرانسه، بلجیم، لوګزامبورګ، مالټا، پرتګال، اندورا او سان مارینو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې دا پېژندنه به د سولې د پلان په چوکاټ کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته یې د فلسطیني ادارې څخه د فرانسې هیلې ور په یاد کړې، او یادونه یې وکړه چې عباس د حکومتولۍ د نوي کولو او د راتلونکي فلسطیني دولت د باثباته کولو لپاره د اصلاحاتو د ترسره کولو هوډ بیا تایید کړ.

په لوګزامبورګ کې، لومړي وزیر لوک فریډن او د بهرنیو چارو وزیر زاوییر بیټل پارلمان ته وویل چې د دوی حکومت هم د فلسطین د په رسمیت پېژندلو اراده لري.

د مالټا د پارلمان رییس کټاجر وویل چې دا پېژندنه به د دوه دولتونو د حل لارې په لور یو مهم ګام وي.

پرتګال د جولای په میاشت کې اعلان وکړ چې د په رسمیت پېژندلو پروسه یې پیل کړې ده. د بهرنیو چارو وزیر پاولو رانګل وویل چې هېڅ خنډ نه دی رامنځته شوی او پروسه روانه ده. د لیسبون د بهرنیو چارو وزارت په وینا، رسمي اعلان به نن وشي.

اندورا یو له هغو ۱۵ هېوادونو څخه شو چې د نیویارک اعلامیه یې لاسلیک کړه، چې په کې پېژندنه د دوه دولتونو د حل لارې په لور یو بنسټیز ګام بلل شوی. په ګډه اعلامیه کې له ټولو هغو دولتونو وغوښتل شول چې تر اوسه یې فلسطین نه دی پېژندلی، له دې غوښتنې سره یوځای شي.

د سان مارینو پارلمان د مې په ۱۵مه په اتفاق سره یوه مشورتي پرېکړه تصویب کړه چې په کې یې د روان کال تر پایه د پېژندنې غوښتنه کړې وه.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د دغو اعلامیو هرکلی وکړ، په داسې حال کې چې ترکیې په هر نړیوال ډګر کې د په رسمیت پېژندلو لپاره خپلې غوښتنې تکرار کړې.

د اسرائیل او امریکا غبرګون

اسرائیل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته یې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ځمکو نیول زیات کړي، خبرداری ورکړی چې د فلسطین د په رسمیت پېژندلو څخه د هېوادونو د منع کولو لپاره ممکن د الحاق له لارې ځوابي اقدام وکړي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې د بریتانیا، کاناډا او اسټرالیا لخوا د فلسطیني دولت پېژندنه "ترهګرۍ ته یوه لویه جایزه" ده.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل: "او زه ستاسو لپاره یو بل پیغام لرم: دا به پېښ نشي. د اردن سیند په لوېدیځ کې به یو فلسطیني دولت جوړ نشي."

نتنیاهو وویل چې د اسرائیل ځواب به هغه وخت اعلان شي کله چې هغه له متحده ایالاتو څخه راستون شي، چیرې چې ټاکل شوې ده له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د امریکا ادارې په ښکاره د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له پلان سره مخالفت نه دی کړی.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې واشنګټن اروپایي حکومتونو ته د پېژندنې د ګامونو په اړه "خبرداری" ورکړی او وړاندیز یې کړی چې دوی ممکن د اسرائیل له سخت غبرګون سره مخ شي.

روبیو ټینګار وکړ چې امریکا به د الحاق د مخنیوي لپاره مستقیم اقدام ونه کړي او ادعا یې وکړه چې پېژندنه به په غزه کې د سولې تړون ته رسېدل نور هم ستونزمن کړي.

د ۱۹۸۸ کال د نومبر له ۱۵مې راهیسې، کله چې فلسطین خپله خپلواکي اعلان کړه، د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۷ یې په رسمیت پېژندلی دی.

د سږکال په عمومي اسامبله کې د متوقع اعلانونو سره، وړاندوینه کیږي چې دا شمېر به ۱۵۷ ته لوړ شي.

وپلټۍ
د آلمان محکمې یوه مسلمانه ښځه د حجاب او پړوني له امله د قاضۍ له دندې منع کړه
کابل وايي، د ایران سرحدي ساتونکو ۱۰ افغانان چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي وژلي دي.
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
روسیې د اوکراین د کلیدي ښار پوکروفک د نیولو ادعا کړې
افریقایي هېوادونو د HIV مخنیوي  واکسین لومړی عامه وېش پیل کړ
بلجیم د اسرائیلو لخوا د سوریې پر خاوره  د بریدونو له امله  د سوریې ملي حاکمیت ته درناوي غوښتنه وکړه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پولیس افسر ووژل شو
تاجکستان وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان سره په پوله کې په  بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي
په اندونیزیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په امریکا کې به د پناه غوښتنې بهیر د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
د انګلستان د پوځ یوه پخواني افسر پلټنو ته ویلي چې د بریتانیا پوځ په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي