منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي؛ د تهران-مشهد ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ ودرول شو
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي

ایراني چارواکي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د امریکا په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې پر ریل پټلۍ برید د تهران او مشهد ترمنځ د مسافرو مهمه لاره بنده کړې ده.

د ایران د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د ایران پر پنځو ولایتونو د امریکا په بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي. د وزارت د عامه اړیکو او معلوماتو د مرکز مشر، حسین کرمانپور پر اېکس (پخواني ټویټر) په یوې پوسټ کې ولیکل: "متحده ایالاتو د جولای په ۸مه او ۹مه د ایران پنځه ولایتونه په نښه کړل."

هغه وویل چې په دغو بریدونو کې تر اوسه ۱۴ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي. د وزارت په وینا، ۴۷ ټپیان لا هم په روغتونونو کې بستر دي او پاتې نور یې له درملنې وروسته رخصت شوي دي. د ایرنا (IRNA) خبري اژانس د خوزستان ولایت د امنیتي مرستیال ولي الله حیاتي له قوله ویلي چې ۳ قربانیان د اهواز ښار ته نږدې په یو برید کې وژل شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې په دغو عملیاتو کې یې په دوو ورځو کې له ۱۷۰ څخه ډېر پوځي اهداف په نښه کړي، چې په کې هوايي دفاعي سیسټمونه، ساحلي څارنې وسایل، د توغندیو او ډرون زیربناوې او د سپاه پاسداران اړوند تاسیسات شامل دي. واشنګټن وایي دا بریدونه په نړیوالو اوبو کې پر سوداګریزو کښتیو د نورو بریدونو د مخنیوي په موخه شوي دي.

د امریکا او اسرائیل له برید وروسته د تهران-مشهد د اورګاډي تګ راتګ وځنډول شو

ایران د پنجشنبې په ورځ د ریل پټلۍ پر یوې برخې د امریکا او اسرائیل له برید وروسته د تهران او مشهد ترمنځ د مسافرو د اورګاډي خدمات هم ودرول. د ایران د اورګاډي ادارې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د پټلۍ پر یوه برخه برید وشو، چې له امله یې په دغه لاره تګ راتګ بند شوی دی.

چارواکو ویلي چې تخنیکي ډلې سیمې ته استول شوي ترڅو ویجاړه شوې برخه ژر تر ژره ورغوي. د راپور له مخې، هغه مسافر چې د دې ځنډ له امله بند پاتې دي، د سړک له لارې به مشهد ښار ته ولېږدول شي. تر دې وړاندې د 'مهر' خبري اژانس ویلي وو چې په شمالي ګلستان ولایت کې د 'آق تکه خان' پل په نښه شوی دی.

یوه امریکايي چارواکي اکسیوس (Axios) ته ویلي چې امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په بریدونو کې د ایران په شمال کې د اورګاډي دوه پلونه په کروز توغندیو ویشتلي دي. دا د اپرېل د اتمې له اوربند وروسته د ایران د ترانسپورت پر زیربناوو د امریکا لومړی راپور شوی برید دی.

دا کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې امریکا پر ایران د هرمز تنګي کې پر کښتیو د برید تور پورې کړ. ایران بیا په بحرین او کویټ کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د ډرون او توغندیو بریدونو خبر ورکړی دی. که څه هم د جون په ۱۷مه د پاکستان په منځګړیتوب یو تفاهم لیک  لاسلیک شوی و، خو د چهارشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې دا هوکړه "پای ته رسېدلې" ده، چې ورسره یو ځل بیا پوځي مقابله پیل شوه.

 

وپلټۍ
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
ایران وايي د بندر عباس پر سر یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي د امریکا بریدونو میاشتنۍ ډیپلوماټیکې هڅې له منځه وړي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ په جدي توګه کم شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي