د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې یو تن فلسطیني خبریال ژوندی وسوځید
اسرائیلو د غزې په سویل کې د خان یونس په ښار کې د ناصر روغتون سره نږدې سیمې په نښه کړې، چې په پایله کې یې ځاني زیانونه اوښتي.
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې یو تن فلسطیني خبریال ژوندی وسوځید
Mansour seen consumed by fire as Palestinians try to put it out. / Photo: X

اسرائیلو د غزې په سویل کې د خان یونس په ښار کې د ناصر روغتون سره نږدې سیمې په نښه کړې، چې په پایله کې یې ځاني زیانونه اوښتي. د ویلو ده چې  په دې کې یو فلسطیني خبریالانو هم ژوند د لاسه ورکړی . ویل کیږي اسرائیلو  د روغتون سره نږدې د خبریالانو خیمې په نښه کولو سره یو تن خبریال ژوندی وسوځېد.

په انټرنیټ کې د یکشنبې په ورځ خپره شوې یوې دردناکې  ویډیو کې لیدل کېږي چې خبریال د اور په لمبو کې سوځي، په داسې حال کې چې فلسطینیان او د ژغورنې کارکوونکي په بېړه هڅه کوي چې  اور مړ کړي.

راپورونه ښيي چې دغه خبریال احمد منصور دی، چې د فلسطین ټوډې لپاره يي کار کاوه او د ماشومانو پلار هم  دی.

د فلسطیني خبریال وائل ابو عمر په وینا، "(اسرائیلي) توغندیو زموږ همکار احمد منصور وسوځاوه، او هغه اوس هم په عاجله څارنه کې دی، چې د خیمې په نښه کولو له امله د رامنځته شوي اور په نتیجه کې وسوځید.

په غزه کې مېشت عکاس خبریال محمود بسام وویل چې منصور د سختو سوځېدنو له امله "معجزې ته اړتیا لري" ترڅو روغ شي.

راپورونه وايي چې په دې برید کې دوه نور خبریالان وژل شوي او نور ټپیان شوي دي.

په خبریالانو بریدونه

د اسرائیلو دا وحشیانه برید د هغو بریدونو وروستۍ کړۍ ده چې په محاصره شوي غزه کې د نسل وژنې پوښښ کوونکي خبریالان په نښه کوي.

د مارچ په وروستیو کې، اسرائیلو د الجزیرې خبریال حسام شبات او د فلسطین ټوډې خبریال محمد منصور ووژل.

د غزې په نسل وژنه کې د پیل راهیسې، اسرائیلو بهرنیو خبریالانو ته د لاسرسي مخه نیولې، په داسې حال کې چې د فلسطیني خبریالانو په نښه کولو ته یې دوام ورکړی چې دغه وژنې پوښښ کوي.

تېر کال، شبات وویل چې ستونزه یوازې د بهرنیو خبریالانو د لاسرسي نشتوالی نه دی، بلکې د فلسطیني خبریالانو لپاره د درناوي نشتوالی دی، چې د نسل وژنې پوښښ کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.

وروستي وژنې د اسرائیلو لخوا د وژل شویو خبریالانو شمېره له ۲۱۰ څخه پورته کړې ده.

د مارچ په وروستیو کې، کله چې د خبریالانو وژنه د جنګي جرم په توګه وپوښتل شوه، امریکا مستقیم ځواب ورنه کړ، او ویې ویل چې واشنګټن به تل د اسرائیلو اړتیاوو ته ولاړ وي.

 

وپلټۍ
اسرائيل بالاخره د دوو کلونو انکار وروسته د پنځه کلنې هند رجب وژنه تایید کړه
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو  پر خیمو بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان کړل
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
اسرائيلو په غزه کې د اوربند په وروستیو سرغړونو کې درې فلسطینیان ووژل
فلسطین: د اذانونو د بندولو په اړه د اسرائیلو د قانون مسوده د "مذهبي جګړې" اعلان دی
د اسرائيلو پوځ  په طولکرم او نور شمس کمپونو کې خپل پوځي بریدونه او اشغال د جولای تر پایه وغځاوه
په زرو ګونو تنو مسلمانانو د لوی اختر لمونځ په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې په مسجد الاقصی کې ادا کړ
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
اسرائیل د خپلو اسیرانو د جسدونو له ترلاسه کولو وروسته د رفح پوله د مرستو لاریو پر مخ بېرته پرانیستله
تورکیې غزې ته په ۹۰۰ ټنو مرستو بار ۱۷مه 'خیریه کښتۍ' واستوله
د حماس ځواکونو د غزې د هغې 'جنایتکارې ډلې' ۳۲ غړي وژلي چې د مرستندویه توکو په غلا کې یې لاس درلود
د غزې د اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې حماس د ۲۰ اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو بهیر بشپړ کړ
د فلسطیني بندیانو دفتر: د اور بند تړون لاندې ۱،۹۶۸ فلسطیني بندیان خوشې کیږي
حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل
امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي