نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په انګلستان کې د یوې کنیسې مخې ته د چړې او موټر په برید کې ۲ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.
د انګلستان د مانچسټر ښار په شمال کې د یوې کنیسې (یهودي عبادتځای) بهر د موټر او چاقو په یوه پېښه کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. پولیسو ویلي چې شکمن بریدګر په ډزو وژل شوی دی.
په انګلستان کې د یوې کنیسې مخې ته د چړې او موټر په برید کې ۲ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.
په انګلستان کې د یوې کنیسې مخې ته د چړې او موټر په برید کې ۲ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول. / AP

په انګلستان کې د یوې کنیسې مخې ته د چړې او موټر په برید کې ۲ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.

د انګلستان د مانچسټر ښار په شمال کې د یوې کنیسې (یهودي عبادتځای) بهر د موټر او چاقو په یوه پېښه کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. پولیسو ویلي چې شکمن بریدګر په ډزو وژل شوی دی.

د مانچسټر پولیسو وویل چې پيښه د سهار په ۹ بجو رامنځته شوه.

د پولیسو لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي "روغتیایي کارکوونکي (پارامیډیکس) پېښې ځای ته رسېدلي... او د عامو خلکو درملنه کوي." او یادونه یې وکړه چې "اوسمهال څلور عام وګړي د موټر او چاقو د ټپونو له امله ټپیان دي."

دغو ځواکونو په یوه اعلامیه کې وویل: "د سهار په ۹:۳۸ بجو د مانچسټر د وسله والو پولیسو له خوا ډزې وشوې. یو کس په ډزو ویشتل شوی، چې ګومان کیږي بریدګر دی."

لومړي وزیر کییر سټارمر وویل چې "له دې بریده سخت خواشینی" دی او یوه برتانوي چارواکي تایید کړه چې هغه به له ډنمارک څخه د اروپایي ټولنې سره له خبرو ژر راستون شي.

هغه زیاته کړه: "دا حقیقت چې دا پېښه د 'یوم کیپور' په ورځ، چې د یهودانو په جنتري کې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده، رامنځته شوې، دا لا نوره هم وحشتناکه کوي."

"زما زړه د ټولو اغېزمنو شویو کسانو له عزیزانو سره دي، او زه له بېړنیو خدماتو او ټولو لومړنیو مرسته کوونکو مننه کوم."

'جدي پېښه'

د مانچسټر ښاروال انډي برنم بي بي سي ته وویل چې ښار له "یوې جدي پېښې" سره مخ دی.

هغه وویل: "په ورته وخت کې زه ډاډ ورکولای شم چې ښکاري سمدستي خطر پای ته رسېدلی او د مانچسټر پولیسو دا قضیه ډېر ژر د عامو خلکو او د سیمې د امنیتي کارکوونکو په حیرانوونکې مرسته حل کړه."

وسله وال افسران د سهار په ۹:۳۴ بجو وروسته له هغو راپورونو ځای پر ځای شول چې د عامو خلکو له خوا ورکړل شول چې یو امنیتي ساتونکی په چاقو وهل شوی دی.

برنم پر خلکو غږ وکړ چې "په ټولنیزو رسنیو کې له اټکلونو ډډه وکړي،" په داسې حال کې چې یادونه یې وکړه چې یهودي ټولنه به "له دې خبر څخه ډېره اندېښمنه وي."

د شمال لوېدیځ امبولانس خدماتو وویل چې "پېښې ځای ته یې خپل امکانات (ټیمونه) استولي دي."

او زیاته یې کړه: "موږ اوسمهال وضعیت ارزوو او د بېړنیو خدماتو له نورو غړو سره په ګډه کار کوو."

 

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.