نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر له اسرائیلو غزې ته د ازادو خبریالانو ننوتو ته د اجازې ورکولو غوښتنه وکړه
باروټ د فرانس انټر راډیو سره په ختیځ اوکراین کې یوې مرکې کې وویل: "زه غوښتنه کوم چې آزاد او خپلواک مطبوعاتو ته دې اجازه ورکړل شي چې غزې ته لاړ شي، ترڅو هلته روان وضعیت ښکاره کړي او شاهد پاتې شي."
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر له اسرائیلو غزې ته د ازادو خبریالانو ننوتو ته د اجازې ورکولو غوښتنه وکړه
/ AA

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل باروټ له اسرائیلو وغوښتل چې بهرنيو خبریالانو ته  دې د غزې محاصره شوې فلسطینۍ سیمې ته د ننوتلو اجازه ورکړي. هغه دا غوښتنه  په داسې حال کې کړې چې د جګړې له ۲۱ میاشتو وروسته د قحطۍ خبرداري زیات شوي دي.

باروټ د فرانس انټر راډیو سره په ختیځ اوکراین کې یوې مرکې کې وویل: "زه غوښتنه کوم چې آزاد او خپلواک مطبوعاتو ته دې اجازه ورکړل شي چې غزې ته لاړ شي، ترڅو هلته روان وضعیت ښکاره کړي او شاهد پاتې شي."

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د فرانس پریس خبري اژانس خبرداری ورکړ چې په غزه کې د فلسطیني آزاد خبریالانو ژوند چې دوی ورسره کار کوي، په خطر کې دی.

کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا فرانسه به د فرانس پریس خبریالانو سره مرسته وکړي چې له غزې ووځي، باروټ وویل چې فرانسه په دې اړه غور کوي او هیله لري چې په راتلونکو اونیو کې د فرانسوي خبریالانو سره کار کوونکي آزاد خبریالان او د هغوی کورنۍ تخلیه کړي.

دوشنبه د خبریالانو یوې ډلې چې د "ژورنالیستانو ټولنه" (Societe des Journalistes) په نوم یادیږي، د غزې خبریالانو د مرستې لپاره د فوري مداخلې غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې په وینا، یو ۳۰ کلن آزاد خبریال چې له خپلې کورنۍ سره په غزه کې ژوند کوي، راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ یې مشر ورور د لوږې له امله مړ شو.

دوی وویل: "موږ په جګړو کې خبریالان له لاسه ورکړي، ټپیان شوي او بندیان شوي یو، خو هېڅکله مو داسې نه دي لیدلي چې یو همکار د لوږې له امله مړ شي."

د فرانس پریس ادارې په یوه بیان کې چې په ایکس او انسټاګرام کې خپور شو، وویل چې دوی د غزې د همکارانو د سخت وضعیت په اړه اندیښنه لري.

"د اکتوبر له ۷مې راهیسې، اسراییلو ټولو نړیوالو خبریالانو ته د غزې سیمې ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې. په دې شرایطو کې، زموږ د فلسطیني آزاد خبریالانو کار د نړۍ د خبرولو لپاره خورا مهم دی."

"خو د دوی ژوند په خطر کې دی، له همدې امله موږ له اسراییلي چارواکو غوښتنه کوو چې دوی او د دوی کورنۍ سمدستي تخلیه کړي."

باروټ د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې د "فوري اوربند" غوښتنه وکړه چې اسراییلو په مرکزي ښار دیر البلح کې خپلې پوځي عملیات پراخ کړل.

"دا یو داسې برید دی چې لا دمخه د ناورین په حال کې وضعیت به نور هم خراب کړي او د خلکو د جبري بې ځایه کیدو نوې پېښې به رامنځته کړي، چې موږ یې په کلکو ټکو غندو."

 

وپلټۍ
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: د لومړي ځل لپاره مو د ناټو او اروپايي ټولنې غړي هېواد ته جنګي بېړۍ صادره کړه
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه اووه کسانو ژوند د لاسه ورکړی.
فرانسه: په ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو لیرې کول زموږ له هوکړې پرته شوني نه دي
پاکستان په خپله خاوره د افغان ځواکونو د برید ادعا رد کړه؛ وايي یوه بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې ده
ماکرون: د اسرائیل پوځي ستراتیژي په سیمه کې کرکه او تاوتریخوالی زیاتوي
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس سویس ته خپل سفر وځنډو
ټرمپ د ایران سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو نیوکې کوونکي لوی احمقان وبلل
شهباز شریف : ایران به سمدستي هرمز تنګي پرانیزي او امریکا به سمندري محاصره پایته ورسوي
د مسکو ښاروال وايي اوکراین په پلازمینه  مسکو د ډرون بریدونه کړی دی.
روټې ټینګار کوي چې د ځواکونو په وېش کې له بدلون سره سره امریکا لا هم ناټو ته پوره ژمن دی
د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې په یوه کښتۍ برید کړی، چې یو کس پکې وژل شوی