نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه یوازې له یوې ورځې وروسته د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د بدرګه کولو امریکايي نظامي عملیات وځنډول، ترڅو په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول / Reuters


د امریکا ولسمشر وایي، واشنګټن به د هرمز نه د بندو پاتو کښتیو د بدرګه کولو  عملیات په موقتي ډول ودروي خو بحري محاصره به پر ځای وساتي؛ هغه ادعا کوي چې "د ایران له استازو سره د یوې بشپړې او وروستۍ هوکړې په لور لوی پرمختګ شوی دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه یوازې له یوې ورځې وروسته د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د بدرګه کولو امریکايي نظامي عملیات وځنډول، ترڅو په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ په خپله ټریوت سوشل (Truth Social) شبکه کې لیکلي: د هرمز تنګي نه د بندو پاتو کښتیو د تیرولو پر مهال د بدرګې کولو عملیات به د لنډ وخت لپاره وځنډول شي ترڅو ولیدل شي چې ایا هوکړه وروستۍ کېږي او لاسلیک کېږي که نه."

د پاکستان او نورو هېوادونو غوښتنو او له تهران سره وروستۍ هوکړې ته نږدې کېدو ته په اشارې سره، ټرمپ دا وروستۍ پرېکړه اعلان کړه، خو ټینګار یې وکړ چې بحري محاصره به په بشپړ ډول پر ځای پاتې وي.

نن تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو چې د فبروري په میاشت کې د ایران پر وړاندې د پیل شویو امریکايي عملیاتو محاربوي مرحله پای ته رسېدلې او اوس امریکا د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د لارښوونې پر نوي عملیات تمرکز کوي.

له ایران سره احتمالي هوکړه
د امریکا لخوا اعلان شوي د ازادۍ پروژه په نامه عملیات  د دوشنبې په ورځ د ټرمپ لخوا اعلان شوې وه، او تمه کېده چې دا عملیات به له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د ایران په جګړه کې ښکېل نه دي، ترڅو خپلې کښتۍ په خوندي ډول له هرمز تنګي څخه وباسي.

دا عملیات چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) لخوا ترسره کېدل، په کې په نښه ویشتونکو توغندیو سمبال ویجاړونکې کښتۍ (destroyers)، تر ۱۰۰ ډېرې الوتکې، بې پیلوټه وسایل او په زرګونو پوځیان شامل وو چې سوداګریزو کښتیو ته یې لارښوونه کوله، د ماینونو په مخنیوي کې یې مرسته کوله او دفاعي چمتووالی یې ورته برابرول.

د دې نوښت هدف د نړۍ د تېلو د جریان په وړاندې د ایراني محاصرې مخنیوی و او دا د بې ګناه کښتیو د ساتنې او د کښتیو د تګ راتګ د ازادۍ لپاره د یوې محدودې دفاعي هڅې په توګه وړاندې شوی و.

دغو عملیاتو په پیل کې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله هم ولیده، خو اوس د ایران سره د احتمالي هوکړې په موخه د ډیپلوماټیکو هڅو د پرمختګ لپاره ځنډول شوي دي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ