سیاست
3 د لوستلو دقیقې
شمالي کوریا له خپل اساسي قانون څخه له جنوبي کوریا سره د یوځای کېدو یادونې لرې کړې
په نوي شوي اساسي قانون کې، چې اسناد ښيي په مارچ میاشت کې معرفي شوی، د شمالي کوریا د خاورې د حدودو ټاکلو په اړه یوه نوې ماده هم شامله ده.
شمالي کوریا له خپل اساسي قانون څخه له جنوبي کوریا سره د یوځای کېدو یادونې لرې کړې
شمالي کوریا / Reuters


دا پرمختګ وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د مارچ په میاشت کې په خپله یوه وینا کې سیول د "تر ټولو لوی دښمن هېواد" په توګه یاد کړ.

په نوي شوي اساسي قانون کې، چې اسناد ښيي په مارچ میاشت کې معرفي شوی، د شمالي کوریا د خاورې د حدودو ټاکلو په اړه یوه نوې ماده هم شامله ده.

د هغو اسنادو له مخې چې د چهارشنبې په ورځ فرانس پرس  خبري اژانس لیدلي، شمالي کوریا له خپل اساسي قانون څخه له جنوبي کوریا سره د یوځای کېدو ټولې یادونې حذف کړې دي؛ دا یو داسې اقدام دی چې د سیول پر وړاندې د پیونګ یانګ د لا زیاتې دښمنانه تګلارې په توګه تعبیر شوی دی.

په اساسي قانون کې هغه ماده چې پکې ویل شوي وو شمالي کوریا د "مورنۍ خاورې د یوځای کولو" هدف لري، نور د اساسي قانون په وروستۍ نسخه کې نه لیدل کېږي.

دا بدلون وروسته له هغه رامنځته شو چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د تېر مارچ په میاشت کې په خپله یوې وینا کې سیول د "تر ټولو لوی دښمن هېواد" په توګه وباله.

په نوي شوي اساسي قانون کې، چې اسناد ښيي په مارچ میاشت کې تصویب شوی، د شمالي کوریا د خاورې د حدودو ټاکلو په اړه یوه نوې ماده هم اضافه شوې ده. د جنوبي کوریا د رسمي نوم په کارولو سره پکې ویل شوي چې په دې خاوره کې هغه سیمې شاملې دي چې په شمال کې له چین او روسیې او "په سویل کې د کوریا له جمهوریت" سره ګډه پوله لري. په اساسي قانون کې دا هم زیاته شوې چې شمالي کوریا "په خپله خاوره کې هېڅ ډول لاسوهنه یا تېری په هېڅ صورت نه مني".

د جنوبي کوریا د سولې پلوه ولسمشر لی جای میونګ (Lee Jae-myung) له شمالي کوریا سره د بې له کوم مخکني شرطه د خبرو اترو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه په دې مکلف دي چې "د سولې ګلان وغوړوي".

خو شمالي کوریا د لی د ادارې وړاندیزونو ته ځواب نه دی ورکړی او په ځلونو یې جنوبي کوریا خپله "تر ټولو سخته دښمنه" بللې ده.

کیم ژمنه کړې چې خپل اټومي ځواک به پیاوړی کړي، او پیونګ یانګ په تېره اپریل میاشت کې څلور توغندیزې ازموینې وکړې، چې په تېرو دوو کلونو کې په یوه میاشت کې تر ټولو ډېرې ازموینې دي. پیونګ یانګ همدارنګه روسیې ته نږدې شوی او په اوکراین کې د جګړې د ملاتړ لپاره یې سرتېري او د توپونو مرمۍ لېږلې دي.

 

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي