د ایران سپاه پاسداران: " د جګړې پای به مونږ وټاکو"

د ایران سپاه پاسداران د سې شنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: "موږ هغه یو چې د جګړې پای به ټاکو؛ د سیمې معادلې او راتلونکی وضعیت اوس زموږ د وسله والو ځواکونو په لاس کې دی؛ امریکایي ځواکونه به جګړه پای ته ونه رسوي."

By
د ایران سپاه پاسداران: " د جګړې پای به مونږ وټاکو" / AA


دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې ټرمپ وویل د ایران جګړه ښايي ډېر ژر پای ته ورسېږي؛ خو سپاه پاسداران بیا ټرمپ د ایران د پوځ په اړه د "غلطو ادعاوو" په خپرولو تورن کړ.
د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو وروسته چې ګواکې شخړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، په منځني ختیځ کې به "د جګړې پای دوی وټاکي".

د سې شنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې سپاه پاسداران ویلي: "موږ هغه یو چې د جګړې پای به ټاکو؛ د سیمې معادلې او راتلونکی وضعیت اوس زموږ د وسله والو ځواکونو په لاس کې دی؛ امریکایي ځواکونه به جګړه پای ته ونه رسوي."

دا خبرې د منځني ختیځ د جګړې د احتمالي پای په اړه د ټرمپ د نظرونو په غبرګون کې شوې دي.

د ایران دولتي رسنیو په یو بل خبر کې ویلي چې سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، که د امریکا او اسراییل بریدونه دوام ومومي، تهران به له سیمې څخه د تېلو صادراتو ته اجازه ورنکړي. د سپاه پاسداران ویاند وویل چې که پر هېواد بریدونه روان وي، "حتی د یو لېتر تېلو" صادراتو اجازه به هم ورنکړل شي.

د کړکېچ زیاتېدونکی لحن

بلخوا ټرمپ ګواښ کړی چې که تهران د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد مخه ونیوله، له ډېر سخت غبرګون سره به مخ شي. هغه وویل که په تنګي کې د تېلو د بهیر د درولو لپاره کوم ګام پورته شي، ایران به له "مرګ، اور او غصې" سره مخ شي. ټرمپ دا هم وویل چې که ایران د تېلو په لېږد کې خنډ جوړ کړي، د دوی بریدونه به "شل برابره قوي" وي.

په ورته وخت کې، سپاه پاسداران ادعا کړې چې په سیمه کې یې د امریکا ۱۰ پرمختللي رادار سیسټمونه او یو شمېر قیمتي بې پیلوټه الوتکې (ډرون) له منځه وړې دي.

سپاه پاسداران ټرمپ تورن کړ چې د ایران د پوځي ځواک د کمزوري ښودلو په اړه "غلطې ادعاوې" کوي او هڅه کوي چې عامه افکار په غلطه لاره بوځي او د جګړې فشار کم کړي.

همدارنګه، هغوی دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې ایران د توغندیو توغول کم کړي دي او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې داسې پیاوړي توغندي توغولي چې د سرګلولو وزن یې له یو ټن څخه زیات دی.