نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
اسټراليا وايي د فلسطين دولت به په رسميت وپېژني
د اسټراليا لومړي وزیر انتوني البانیز وايي تر هغه چې د فلسطين خپلواک دولت دايمي نه وي، سوله به يوازې لنډمهاله وي.
اسټراليا وايي د فلسطين دولت به په رسميت وپېژني
الابانيز وايې وويل چې حالت په محاصره شوي غزې کې د نړۍ له وېرو هاخوا تللی دی / Reuters Archive

اسټراليا وايي د فلسطين دولت به په رسميت وپېژني

د اسټراليا لومړي وزیر انتوني البانیز وايي تر هغه چې د فلسطين خپلواک دولت دايمي نه وي، سوله به يوازې لنډمهاله وي.

د اسټراليا لومړي وزیر انتوني البانیز ويلي چې هېواد به يې د سپتمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د فلسطين دولت په رسميت وپېژني، چې دا به د کاناډا، بريتانيې او فرانسې تر ورته ګامونو وروسته وي.

هغه د يکشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل: «تر څو چې د اسرائيلو او فلسطين دولتونه دايمي نه وي، سوله به يوازې لنډمهاله وي. اسټراليا به د فلسطين د ولس د خپل دولت د لرلو حق په رسميت وپېژني.»

البانیز وويل چې د فلسطين پېژندنه به د فلسطين د ادارې د ژمنې پر بنسټ وشي.

هغه زياته کړه چې په محاصره شوې غزه کې وضعيت د نړۍ د اندېښنو څخه اوښتی او اسرائيل لا هم د نړيوال قانون سرغړونه کوي.

البانیز د دوه-دولتونو د حل غوښتونکی دی، چې د هغه مرکزي-چپ حکومت د اسرائيلو د خوندي پولو دننه د شتون حق او د فلسطينانو د خپل دولت حق ملاتړ کوي.

نړيواله پېژندنه

تېره مياشت، فرانسې او کاناډا وويل چې دوی پلان لري د فلسطين دولت په رسميت وپېژني، په داسې حال کې چې بريتانيې ويلي که چېرې اسرائيل د فلسطين په سيمو کې د بشري ناورين د حل لپاره ګام وانخلي او اوربند ته ونه رسېږي، نو دوی به هم ورته ګام پورته کړي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د جولای په مياشت کې وويل چې هغه پلان لري د سپتمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې فلسطين په رسميت وپېژني.

د عامه فشارونو تر ډېروالي څو ورځې وروسته، د بريتانيې لومړي وزیر کاير سټارمر هم وويل چې بريتانيه به په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې فلسطين په رسميت وپېژني.

لږ وروسته، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني اعلان وکړ چې هېواد به يې فلسطین په رسمیت وپیژني، او د دې کار دليل يې د کاناډا د دوه-دولتونو د حل پر وړاندې ژمنتيا وښوده.

د نتنياهو غوسه

اسرائيلو د هغو هېوادونو پرېکړې وغندلې چې د فلسطين د دولت ملاتړ کوي، او ادعا کوي چې دا کار به د فلسطين مقاومت ډلې حماس ته جايزه ورکړي.

لومړي وزیر بنيامين نتنياهو د يکشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې ډېری اسرائيليان د فلسطين د دولت د جوړېدو مخالف دي، ځکه دوی فکر کوي چې دا به جګړه راولي نه سوله، که څه هم په لسګونو زره لاریون کونکي د تل ابیب سړکونو ته راووته، څو د هغه پلان وغندي چې نږدې دوه کلنې نسل وژنې ته وده ورکړي او غزه ونیسي.

هغه وويل: «دا داسې معنی لري چې اروپایي هیوادونه او آسټرالیا په دې ډول د سوی )خرگوش( کندې ته لاړ شي، او سمدلاسه په هغې کې وغورځیږي … دا مایوسه کوونکې ده او زه فکر کوم چې دا په رښتيا هم د شرم وړ ده، خو دا زموږ دريځ نه بدلوي.»

سره له دې چې اسرائيل او امريکا ادعا کوي فلسطين د سولې مخالف لوری دی، نتنياهو بيا بيا ويلي تر هغه چې هغه لومړی وزیر وي هېڅکله به د فلسطين دولت جوړ نه شي.

وپلټۍ
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
هالینډ له امریکا او کاناډا څخه خپل ۸۶ ټنه سره زر انګلستان ته ولېږدول
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده