نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
شمالي کوریا په امریکا کې د سویلي کوریا د ولسمشر وروستي څرګندونې وغندلې
شمالي کوریا : د سویلي کوریا ولسمشر په امریکا کې په خپلو څرګندونو کې مونږ ته سپکاوی کړی او مونږ د هغوې وروستۍ څرګندونې دوه مخي بولو او غندو
شمالي کوریا په امریکا کې د سویلي کوریا د ولسمشر وروستي څرګندونې وغندلې
/ AP

شمالي کوریا  په امریکا کې د جنوبي کوریا ولسمشر لي جي مېونګ لخوا ترسره شوې وروستۍ څرګندونې وغندلې او هغه يي په دوه مخۍ تورن کړ. د سویلي کوریا ولسمشر امریکا ته د خپل سفر پر مهال د کوریا  ټاپووزمې د اټومي وسلو څخه د پاکولو غوښتنه کړې وه.

د کوریا مرکزي خبري اژانس (KCNA) چې د دولت له خوا اداره کېږي، په یوه تبصره کې د دوشنبې په ورځ د واشنګټن ډي سي په ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز کې د لي د بهرني سیاست وینا وغندله. په دې وینا کې هغه د امریکا او جنوبي کوریا اتحاد تایید کړ او د هر ډول پارونې په وړاندې یې د سختو غبرګونونو خبرداری ورکړ.

اژانس وویل: "هغه حتی موږ ته سپکاوی وکړ او موږ یې 'غریب خو سخت ګاونډیان' وبللو، او وروسته یې د 'اټومي وسلو پاکولو' په اړه د بې ځایه نظر خبرې وکړې."

شمالي کوریا ټینګار وکړ چې دوی به هېڅکله د  خپلو اټومي وسلو څخه لاس په سر نشي.

"زموږ دریځ  دادی چې هېڅکله به خپلې اټومي وسلې پرېنږدو، کومې چې زموږ ملي ویاړ او ملي امنیت دی، په بشپړ ډول نه بدلېدونکی دی،"

شمالي کوریا زیاته کړه چې د اټومي ځواک په توګه د دوی دریځ یوه "نه بدلېدونکې پرېکړه" ده چې د بهرنیو "دښمنانه ګواښونو" او د نړیوال امنیت د بدلېدونکي وضعیت په وړاندې د دوی د دریځ څرګندونه کوي.

د واشنګټن د سفر پر مهال، لي وړاندیز وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې د روان کال په وروستیو کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وګوري. د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دفتر ویاندې کانګ یو جونګ په وینا، ټرمپ دغه وړاندیز "ډېر هوښیار نظر" وباله.

ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال درې ځلې له کیم سره لیدلي وو، چې یو ځل یې د دواړو کوریاوو ترمنځ په غیر نظامي سیمه کې هم ملاقات کړی و.

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي