پاکستان: ایران د اوربند د وړاندیز په ترڅ کې د امریکا او اسرائیل د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې

پاکستاني رسمي سرچینو د دوشنبې په ورځ اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې ایران غواړي امریکایي او اسرائیلي ځواکونه "سمدستي خپلې دښمنۍ، په ځانګړې توګه د ایران د لوړ پوړي مشرتابه په نښه کول بند کړي."

By
پاکستان: ایران د اوربند د وړاندیز په ترڅ کې د امریکا او اسرائیل د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې / Reuters Archive

تهران اسلام اباد ته ویلي چې دوی به یوازې هغه وخت پر وړاندیز غور وکړي چې امریکا او اسرائیل سمدستي د ایران پر وړاندې ټولې دښمنۍ پای ته ورسوي، په شمول د لوړ پوړو مشرانو په نښه کول.

پاکستاني رسمي سرچینو د دوشنبې په ورځ اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې ایران غواړي امریکایي او اسرائیلي ځواکونه "سمدستي خپلې دښمنۍ، په ځانګړې توګه د ایران د لوړ پوړي مشرتابه په نښه کول بند کړي." د دې ترڅنګ، ایران د هرمز تنګي په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "مهلت" د "بې قید او شرطه" لغوه کولو غوښتنه هم کړې ده. دغو سرچینو تایید کړه چې د اوربند یو وړاندیز له تهران سره شریک شوی دی.

د دغو پرمختګونو څخه خبرو سرچینو، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه ښودلو شرط ایښی، وویل: "ایران اسلام اباد ته رسولې چې دوی به یوازې هغه وخت پر وړاندیز غور وکړي چې امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې د خپلو لوړ پوړو پوځي او ملکي مشرانو د وژلو په ګډون هر ډول دښمنۍ سمدستي بندې کړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تهران د دوشنبې په ورځ د سپاه پاسداران د استخباراتو د مشر، مجید خادمي وژل کېدل تایید کړل. په ورته وخت کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې ایران ته د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز شوی دی. پاکستاني سرچینې وایي چې تهران ویلي، دوی د "مهلت او ګواښ" له لارې هیڅ ډول خبرو اترو ته نه شي مجبورېدای.

سرچینو زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر او د هېواد جګپوړی ډیپلومات اسحاق ډار په ترتیب سره د امریکا له مرستیال ولسمشر جې ډي وانس (JD Vance) او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په "دوامداره" اړیکه کې دي، ترڅو دواړه لوري د مذاکراتو مېز ته کېنوي.

د سولې وړاندیز

د سرچینو په وینا، په دغه وړاندیز کې سمدستي اوربند، په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل ترڅو پر یوې پراخې هوکړې کار وشي، او بیا په اسلام اباد کې د دواړو خواوو ترمنځ مخامخ خبرې شاملې دي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوشنبې تر ورځې له ایران سره د هوکړې ډېر چانس شته، خو دا خبرداری یې هم ورکړ چې که تهران ژر پایله ورنه کړي، نو بریدونه به په ډراماتیک ډول زیات کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی خپلې غوښتنې د دریمګړو هېوادونو له لارې امریکایي لوري ته رسولې دي. بقایي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د نوي پلان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ د خپلو ګټو او ملاحظاتو پر بنسټ خپلې غوښتنې ترتیب کړې دي. موږ د خپلو مشروع او منطقي غوښتنو له وړاندې کولو شرم نه لرو."

بقایي دغه راز له امریکا سره د اوربند مفکوره رد کړه او ویې ویل چې په جګړه کې هر ډول وقفه ښايي دښمن ته فرصت ورکړي چې خپل ځواکونه بیا تنظیم کړي او بریدونه پیل کړي.

پاکستان په دې بحران کې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره ځان چمتو کړی دی، ځکه دغه هېواد له واشنګټن او تهران دواړو سره ښې اړیکې لري او د چین او سعودي عربستان سره هم نږدې ستراتیژیکې او دفاعي ملګرتیاوې پالي.