تورکیې د اسرائیل د پارلمان لخوا فلسطینیانو ته د اعدام سزا ورکولو په اړه د قانون تصویبول وغندل
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ویب پاڼه کې په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دغه قانون هدف "د فلسطینیانو په وړاندې د اشغالګر ځواک اسرائیل د اپارټایډ (نژادي تبعیض) رژیم نور هم پیاوړی کول دي."
انقره دا قانون د "سیاسي اعدامونو" دوام بولي او له ملګرو ملتونو څخه د بیړني غبرګون غوښتنه کوي.
تورکیې د اسرائیلو د (پارلمان) لخوا د اعدام د سزا هغه قانون غندلی چې یوازې پر فلسطینیانو پلي کیږي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ویب پاڼه کې په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دغه قانون هدف "د فلسطینیانو په وړاندې د اشغالګر ځواک اسرائیل د اپارټایډ (نژادي تبعیض) رژیم نور هم پیاوړی کول دي."
وزارت زیاته کړه چې دا قانون "د فلسطین د خلکو په نښه کولو، د هغوی د انکار، له منځه وړلو او سیاسي اعدامونو د پالیسیو دوام دی او غیرقانوني، بې اعتباره او باطل دی."
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د اسرائیلو د دغو "نژاد پرستو او غیرقانوني ګامونو" په وړاندې غبرګون وښيي.
د "یدیعوت احرونوت" ورځپاڼې د راپور له مخې، دا طرحه په دویم او دریم پړاو کې په ۶۲ موافقو او ۴۷ مخالفو رایو تصویب شوه، پداسې حال کې چې یو چا خپله رایه سپینه کارولې وه.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دې قانون په ملاتړ رایه ورکړه. له رای اچونې وروسته، د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر د دې قانون هرکلی وکړ او دا یې یوه "تاریخي ورځ" وبلله.