د غزې  نسل وژنه په ګلدوزۍ کې نقش کیږي: ګلدوزي د فلسطین د ډله ییز غم او استقامت سمبول هم دی

فلسطینۍ مېرمنې سل پارچې ګلدوزي په نامه  په ګډه به یو داسې ګنډل شوی د ګلدوزۍ ټولګه جوړوي چې نړۍ ته به اجازه ورنکړي په دې ویجاړه شوې سیمه کې د اسرائیلو ظلمونه هېر کړي.

د غزې  نسل وژنه په ګلدوزۍ کې نقش کیږي: ګلدوزي د فلسطین د ډله ییز غم او استقامت سمبول هم دی

د غزې  نسل وژنه په ګلدوزۍ کې نقش کیږي: ګلدوزي د فلسطین د ډله ییز غم او استقامت سمبول هم دی

فلسطینۍ مېرمنې سل پارچې ګلدوزي په نامه  په ګډه به یو داسې ګنډل شوی د ګلدوزۍ ټولګه جوړوي چې نړۍ ته به اجازه ورنکړي په دې ویجاړه شوې سیمه کې د اسرائیلو ظلمونه هېر کړي.

 د غزې وروستي شاعر رفعت العریر لیکلي وو، که زه  باید مړ شم ، تاسو باید ژوندي پاتې شئ چې زما کیسه ووایاست.

په ټول فلسطین او نړۍ په ګوټ ګوټ کې میشتو، فلسطیني مېرمنو دې غوښتنې ته لبیک ووایه او د هغه غوښتنه پر ځای کوي.

کله چې پر غزه بمونه ورېدل، یوې فلسطینۍ مېرمنې په سپینه ټوټه کې سور تار تېر کړ. د هر ورک شوي روح، هر بمبار شوي روغتون او هر ویجاړ شوي کور په خاېر  د یوې فلسطینۍ میرمنې په لاس په ډېر دقت سره دا یادګار جوړاوه.

د غزې د نسل وژنې ګلدوزي د العریر غوښتنې ته د دوی ډله ییز ځواب شو.

له رملې څخه د لبنان تر کډوالو کمپونو او ان تر نیوزیلینډ پورې، په سلګونو کیلومتره لرې، فلسطینۍ مېرمنې سل پارچې ګلدوزي کوي چې په ګډه به یوه لویه ټولګه  جوړه کړي – یو داسې ګنډل شوی ټولګه چې نړۍ ته اجازه نه ورکوي پدې سیمه کې ترسره شوي ظلمونه هیر شي.

د دې ګلدوزۍ هره پارچه د تېرو دوو کلونو یوه برخه بیانوي. دوه هغه ترخې او زړه بوږنوونکې واقعې او پیښې د ګلدوزۍ په ژبه بیانوي چې هیریدل يي ناممکن دي، د بیلګې یو ماشوم چې د بمبارۍ له امله يي شاوخوا هر څه له مځکې سره مځکه کیږۍ او هغه کړیکو کړیکو ژاړي، یو کور چې یو وخت د ماشومانو او میندو له خندا ډک و او اوس په کنډوالو بدل شوی، یو سړی چې اور اخلي، او یو نیکه چې د خپل لمسي جنازه يي په غیږ نیولې وې په ډیر استامت سره وایي چې "زما د روح  زما روح" او  د وروستي ځل لپاره په غیږ کې نیسي.

کله چې دا ټولې پارچې سره یوځای شي، دا به د زیان او پایښت یو ډله ییز ریکارډ شي، او د یوې ژوندۍ نسل وژنې په وړاندې د نړۍ د کرغېړنې چوپتیا یو تورنلیک به وي.

د غم له امله یووالی

د جغرافیایي پولو هاخوا د فلسطیني مېرمنو لخوا په ګډه  دا د ګلدوزي  ټولګه به د اسرائیلي اشغال، بې ځایه کېدنې او شړلو له امله رامنځته شوې جدايي سره مقابله وکړي.

ریهام خلیل، چې د عین الحلوه کډوالو کمپ د ګلدوزۍ ډلې لپاره په لبنان کې د ساحې همغږې کوونکې ده، TRT World ته وایي: "تارونه له اوښکو، درد او کور ته د بېرته ستنېدو له هیلې سره ګډ شوي دي."

"دا ګلدوزي د فلسطیني خلکو د پایښت یوه لیدنیزه ګواهي ده، د هغه روانې تباهۍ جګړې په وړاندې چې له څه باندې ۸۰ کلونو راهیسې روانه ده."

د غزې ګلدوزي د ډله ییزې ارادې یوه فوق العاده هڅه ده، چې د فلسطین د تاریخي ګلدوزۍ د رضاکارانو د یوې کوچنۍ ډلې لخوا ډیزاین او همغږي کیږي، چې د فلسطین موزیم یوه څانګه ده.

خو دا د فلسطیني کډوالو مېرمنو لخوا عملي کیږي، چې یوازې د دوی لاسونو ته د هغه کار لپاره حق الزحمه ورکول کیږي چې د دوی کورنۍ ساتي او یادونه ژوندي ساتي.

د دې سترې هڅې یو له اصلي غړو څخه د فلسطین د تاریخي ګلدوزۍ مرستیال او ډیزاینر ابراهیم مهتدي دی، چې پخپله د غزې د نسل وژنې څخه ژوندی پاتې شوی دی.

هغه TRT World ته وایي: "دا پروژه زموږ لپاره یوه دنده ده، خو دا زما لپاره یو له خورا احساساتي ستونزمنو او دردناکو هڅو څخه وه."

"د ډیزاین پروسه معمولاً د الهام، نوښت او د خوښۍ وړ عناصرو د جوړولو د هیلې پروسه وي. دا ځل، دا ټوله پروسه داسې وه لکه په غم او زیان کې ډوبېدل، هغه درد او بې ځایه کېدنه بیا تجربه کول چې موږ تجربه کړل، ورپسې لوږه او په غزه کې د ژوند د ټولو اړخونو بشپړه ویجاړي."

د دې ګلدوزۍ په زړه کې 'تطریز' پروت دی، چې د فلسطین د ګلدوزۍ یو پېړۍ پخوانی دود دی، چې یونسکو په ۲۰۲۱ کال کې د خپل غیر مادي کلتوري میراث په لیست کې شامل کړ.

له رملې څخه یوې مهمې ګنډونکې وویل: "ګلدوزي ډیر د صبر کار دی.  تاسو نشئ کولی له یوې ستنې څخه تېر شئ. دا پاملرنې ته اړتیا لري او دا وخت یو ډول درناوی دی." دا په ډاګه کوي چې څنګه دا ګلدوزي هم ارشیف او هم ویر ده، په داسې نړۍ کې چې ژر هېروي او مخ اړوي، د یادولو یو ورو او قصدي عمل دی.

د 'تطریز' هنر له اوږدې مودې راهیسې د یوه ولس خاموشه تاریخچه ده، چې له مور څخه لور ته له نسلونو راهیسې لېږدول شوې ده.

هر کلي یو وخت خپل ځانګړي نقشونه، رنګونه او د ګنډلو سټایلونه درلودل چې د ښځو په جامو کې اوبدل شوي وو.

د یوې جامې بڼه، د هغې د تار رنګ یا د هغې د نقشونو شکل کولی شو د یوې ښځې اصلیت، د هغې ټولنیز موقف او حتی د هغې مدني حالت په ډاګه کړي.

خو د ۱۹۴۸ کال له نکبة وروسته، کله چې د اسرائیل جوړېدو فلسطینیان د پولو او کډوالو کمپونو هاخوا وویشل، تطریز له یوې سینګار څخه ډېر څه شو.

دا د مقاومت یوه بڼه، یو وړونکی وطن او د حافظې د ساتلو یوه لاره شوه.

د دې ډیری نقشونه د فلسطین د تېرې خاورې ژورو ته رسیږي. ځینې یې څلور زره کاله مخکې کنعانیانو ته ورګرځي، چې یادونه یې نن هم د کنعاني ستوري په څېر نقشونو کې ژوندي دي.

په هره ستنه کې یو ډول تسلسل پروت دی، یو تار چې د لرغوني کنعان له ښځو څخه د نننۍ غزې ښځو ته، د یافا له جامو څخه په لبنان کې د کډوالو کمپونو ته غځیږي.

د تطریز هنر، چې یو وخت د واده جامو د ښکلا، د ژوند د لمانځلو او د نرمۍ او رنګ د څرګندولو لپاره کارول کېده، اوس ډله ییز قبرونه، کنډوالې او لوږه ثبتوي.

له سویلي افریقا تر فلسطین پورې

د غزې ګلدوزي د فلسطین د تاریخي ګلدوزۍ وروستی فصل دی، چې په ۲۰۱۱ کال کې په اکسفورډ کې د جان چالمرز لخوا تاسیس شو، یوه برتانوۍ نرسه چې په ۱۹۶۰ لسیزه کې یې دوه کاله په غزه کې ژوند کړی و کله چې یې له UNRAW سره کار کاوه.

خو دا د سویلي افریقا د کیسکاما ګلدوزۍ سره د هغې پخوانۍ ښکیلتیا وه، یوه ۱۲۶ متره اوږده ګلدوزي شوې تاریخچه چې د ختیځ کیپ د ښځو لخوا جوړه شوې او اوس د سویلي افریقا په پارلمان کې ځوړنده ده، چې هغې ته یې د فلسطین د تاریخي ګلدوزۍ د پیل کولو الهام ورکړ.

چالمرز وايي: "کله چې د فلسطین د تاریخي ګلدوزۍ پروژه پیل شوه، ما فکر کاوه چې دا به یوه وسیله وي چې له لارې یې د فلسطیني کډوالو کمپونو تکړه مېرمنې، هم د فلسطین دننه او هم بهر، وکولای شي د خپل وطن په اړه حقیقت ووایی."

د غزې نوې ګلدوزي دې ماموریت ته دوام ورکوي، خو په بې ساري بیړنۍ توګه. دا له پېښې وروسته نه، بلکې د ناورین د رامنځته کېدو پر مهال جوړیږي.

د سلو ټوټو نږدې دریمه برخه لا دمخه بشپړه شوې، چې هره یوه یې ۸۰x۵۰ سانتي متره ده او د عامه ملاتړ له لارې ممکنه شوې چې هرچا ته، هرچېرې، اجازه ورکوي چې ځان د غزې په کیسه کې وګنډي.

چالمرز زیاتوي: "پر غزې اوسني ویجاړونکي او وژونکي بریدونه، چې له ۱۹۴۸ راهیسې ډېر شوي، له ټولو پخوانیو بریدونو څخه ډېر دي."

د نسل وژنې د ټوټو ګنډل نه یوازې د فلسطینیانو 'صمود' – یعنې ټینګښت – ښیي، بلکې د فلسطیني ګنډونکو مېرمنو هوډ او زړورتیا هم څرګندوي.

د پخوانۍ ګلدوزۍ د جوړولو پر مهال، د غزې ګنډونکې یوه اصلي ډله او له خورا فعالو او ماهرو ونډه اخیستونکو څخه وې.

شاید د غزې د نسل وژنې ګلدوزۍ تر ټولو دردناکه خبره دا وي چې د غزې مېرمنې اوس تر ډېره د دې نوي فصل موضوع ګرځېدلې، خو د خپلو کیسو ګنډونکې نه دي.

کله چې محاصره سخته شوه او بمبارۍ پیل شوې، اړیکې، ټرانسپورټ او مواد ټول په حقیقت کې د همغږۍ وړ نه وو.

له غزې څخه یوه پخوانۍ ټوټه چې د لوی عمري جومات انځوروي، لا دمخه په پروژه کې یوه افسانه ګرځېدلې ده. دا د نسل وژنې په لومړیو میاشتو کې د بمبارۍ په منځ کې د ۳۱ کلنې مونا جودا لخوا بشپړه شوه، چې یوه تکړه ګنډونکې ده.

مونا په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې بې ځایه شوې، خو په معجزه توګه، هم مونا او هم ټوټه ژوندي پاتې شوي دي.

د پروژې تنظیم کوونکي اوس هڅه کوي چې د اوربند په نازک سکوت کې د غزې له ګنډونکو سره بیا اړیکه ونیسي، نه یوازې دا چې د دوی مهارتونه بې بدیله دي او د دوی ونډه حیاتي ده، بلکې دا هم چې د ګلدوزۍ څخه ترلاسه کېدونکی عاید ممکن د دوی لپاره یو له څو پاتې معیشتونو څخه وي.

کله چې بشپړه شي، د غزې د نسل وژنې ګلدوزۍ ټوټې به د فلسطین موزیم کې د فلسطین د تاریخي ګلدوزۍ له لویې ټولګې سره یوځای شي، چې سږ کال یې خپله لومړۍ اروپايي څانګه د سکاټلینډ په پلازمېنه اډینبورګ کې پرانیستله.

د فلسطین موزیم بنسټ ایښودونکی فیصل صالح TRT World ته وایي: "د غزې نسل وژنه د کډوالو په کمپونو کې د فلسطیني مېرمنو لخوا د ابدیت لپاره ګنډل کیږي."

"دا پروژه په یوه حساس وخت کې راځي... دا زموږ ماموریت دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې نړۍ له هغه حقیقت سره مخ شي چې د رامنځته کېدو اجازه یې ورکړې ده او مسؤل کسان ځواب ویونکي وګڼي."

د غزې د نسل وژنې ګلدوزي یوازې د ویجاړۍ یو نوملړ نه دی.

هر پینل د یوې داسې شېبې خبره کوي کله چې مېرمنو د ناهیلۍ پر ځای تخلیق غوره کړ، چې حتی د تباهۍ په سیوري کې، فلسطینیان لاهم خپله کیسه کوي، نه یوازې د کمرې یا قلم په کارولو سره، بلکې د هغو وسیلو سره چې د نسلونو په اوږدو کې یې یو بل ته سپارلي، یوه ستنه او تار.