نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان پر هند ځوابي بریدونه پیل کړي دي
پاکستان د هند پر وړاندې "بنیان المرصوص" په نامه خپل ځوابي بریدونه پیل کړل. دا بریدونه وروسته له هغې چې نوي ډیلي د پاکستان په درې هوايي هډو توغندیو بریدونه وکړل دا عملیات پیل کړل.
پاکستان پر هند ځوابي بریدونه پیل کړي دي
/ Reuters

د دولتي رسنیو  د خالي د ورځې  په سهار وختي راپور ورکړ چې "د بنیان المرصوص عملیات پیل شوي دي. د خبر له مخې په هند کې په څو ځایونو ځوابي بریدونه ترسره شوي دي."

د "بنیان المرصوص" مانا "کلک جوړښت" یا "نه ماتېدونکی دېوال" ده.

د پاکستان پوځ ویلي چې د برید هدف د هند د براهموس توغندیو د ذخیرې ځای او په پټانکوټ او اودهامپور کې هوايي هډې  چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې موقعیت لري.

د رویټرز خبري اژانس د هندي پوځي سرچینو په حواله ویلي چې د پاکستان په خاوره د هند هوايي بریدونه روان دي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د څو ځایونو اوسېدونکو ویلي چې د شنبې په ورځ د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د چاودنو غږونه د شخړې په سیمه کې د سرینګر او جمو په لویو ښارونو او د اودهامپور په پوځي ښارګوټي کې اورېدل شوي دي.

د پاکستان د ځوابي بریدونو څخه مخکې، هند د پاکستان په درې هوايي هډو توغندیو بریدونه وکړل ، خو د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې ډېری توغندي شنډ کړي دي.

دا د هغه شخړې وروستی پرمختګ دی چې د تېرې میاشتې د وسله وال برید له امله پیل شوې وه، کوم چې هند یې پړه پر پاکستان اچوي.

اسلام‌اباد دا تورونه رد کړی او د نړیوالې پلټنې غوښتنه یې کړې، خو هند دا غوښتنه رد کړې ده.

د هند پوځ د جمعې په ناوخته یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان سره په پوله او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په ۲۶ ځایونو کې بې‌پیلوټه الوتکې لیدل شوې دي، چې د سرینګر په مرکزي ښار کې هم شاملې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې تعقیب او هدف ګرځول شوې دي.

"وضعیت په نږدې او دوامداره توګه څارل کېږي، او هر ځای چې اړتیا وي، ژر اقدام کېږي،" په اعلامیه کې ویل شوي دي.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.