نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ استازي وايي، وینزویلا د امریکا د هوايي ځواک یو پخوانی سرتېری خوشې کړ
استازی ریچارډ ګرینل: ما نن د وینزویلا له چارواکو سره په یو بې‌طرفه هېواد کې د "امریکا لومړیتوب " ستراتیژۍ باندې خبرې وکړې. دا یواځې ځکه ممکنه ده چې ډونالډ ټرمپ امریکایانو ته لومړیتوب ورکوي.
د ټرمپ استازي وايي، وینزویلا د امریکا د هوايي ځواک یو پخوانی سرتېری خوشې کړ
/ Reuters

د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي وویل، یو امریکایي پخوانی پوځي عسکر چې له تیر کال راهیسې په وینزویلا کې بندي و، خوشې شو او متحده ایالاتو ته راستون شو.

«جو سینټ کلیر بېرته امریکا ته راستون شوی دی،» د ولسمشر ځانګړي استازي ریچارډ ګرینل د سه شنبې په ورځ په ایکس کې پوسټ وکړ، او د ځان او خوشې شوي عسکر انځورونه یې هم شریک کړل.

ګرینل زیاته کړه: «ما نن په یوه بې طرفه هېواد کې د وینزویلا چارواکو سره ولیدل ترڅو د امریکا لومړیتوب تګلاره پرمخ یوسو. دا یوازې ځکه ممکنه شوه چې ډونالډ ټرمپ امریکایانو ته لومړیتوب ورکوي.»

د سه شنبې په ورځ د وینزویلا د اطلاعاتو وزیر فریډي نازاریټ نانیز رویټرز خبري اژانس ته په یوه پیغام کې وویل چې د هوايي ځواک پخوانی عسکر سینټ کلیر د انټیګوا په کارابین ټاپو کې ګرینل ته سپارل شوی دی.

د سینټ کلیر کورنۍ وویل چې هغه له نومبر ۲۰۲۴ راهیسې په ناحقه په وینزویلا کې بندي و، خو اوس په خوندي ډول خوشې شوی دی.

د پخواني بندي والدینو، سکاټ او پټي سینټ کلیر، په یوه بیان کې وویل: «دا خبر ناڅاپي راغی، او موږ لا هم په دې اړه فکر کوو — خو موږ د خوښۍ او مننې احساس کوو.»

کورنۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ګرینل څخه مننه وکړه.

هغوی د هغو سازمانونو څخه هم مننه وکړه چې په دې قضیه کې یې مرسته کړې وه، او ویې ویل چې د هغو کورنیو سره په یووالي کې پاتې دي چې لا هم د خپلو عزیزانو د خوشې کېدو په تمه دي.

نوی پیل

دا خوشې کېدل نږدې څلور میاشتې وروسته له هغې ترسره شول چې کاراکاس شپږ امریکایان چې په دې هېواد کې بنديان وو، خوشې کړل. دا د یو ډول دیپلوماتیک پرمختګ په توګه وړاندې شو، سره له دې چې واشنګټن د وینزویلا حکومت دښمن ګڼي.

په هغه وخت کې، ګرینل چې د ځانګړو ماموریتونو لپاره استازی دی، کاراکاس ته لاړ او د ولسمشر نیکولاس مادورو سره یې ولیدل، چا چې له واشنګټن سره د اړیکو لپاره د «نوي پیل» غوښتنه کړې وه.

تېره اوونۍ، یوه دوه کلنه وینزویلايي نجلۍ چې مور او پلار یې له متحده ایالاتو څخه پرته له هغې شړل شوي وو، کاراکاس ته راوستل شوه، چې د وینزویلا حکومت له ټرمپ څخه نادره ستاینه وکړه.

په همدې اوونۍ کې، د امریکا سترې محکمې د ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړه چې د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) پای ته ورسوي، کوم چې شاوخوا ۳۵۰,۰۰۰ وینزویلايي وګړي له احتمالي شړلو څخه قانوني ساتنه کوي، پداسې حال کې چې د استیناف غوښتنه په ټیټه محکمه کې روانه ده.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د سه شنبې په ورځ د سترې محکمې د پرېکړې په ځواب کې وویل: «زه د TPS د لرې کولو د ټولنیز ساتنې په توګه رد او غندنه کوم.»

هغه زیاته کړه: «مهاجرت جرم نه دی، د TPS اخیستل جرم دی.»

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".