نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د یوې ایډیټ شوې ویډیو له امله پر بي بي سي د میلیاردونو ډالرو دعوې ګواښ وکړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، وروسته له هغه چې د برېتانیا دولتي خپرندویې ادارې (بي بي سي) د هغه د یوې وینا د غلط ایډیټ کولو له امله له بښنې غوښتلو او تاوان ورکولو څخه ډډه وکړه، پلان لري چې پر دغې ادارې له یو تر پنځه میلیارده ډالرو پورې دعوه وکړي.
ټرمپ د یوې ایډیټ شوې ویډیو له امله پر بي بي سي د میلیاردونو ډالرو دعوې ګواښ وکړ
ټرمپ د یوې ایډیټ شوې ویډیو له امله پر بي بي سي د میلیاردونو ډالرو دعوې ګواښ وکړ / Reuters
15 نومبر 2025

ټرمپ د یوې ایډیټ شوې ویډیو له امله پر بي بي سي د میلیاردونو ډالرو دعوې ګواښ وکړ
د امریکا ولسمشر همدارنګه ټینګار کوي چې د ایپسټین په ایمیل کې د ذکر شویو 'نجونو' په اړه هیڅ معلومات نه لري او ځان بې ګناه بولي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، وروسته له هغه چې د برېتانیا دولتي خپرندویې ادارې (بي بي سي) د هغه د یوې وینا د غلط ایډیټ کولو له امله له بښنې غوښتلو او تاوان ورکولو څخه ډډه وکړه، پلان لري چې پر دغې ادارې له یو تر پنځه میلیارده ډالرو پورې دعوه وکړي.

ټرمپ په ایرفورس ون الوتکه کې خبریالانو ته وویل: "موږ به احتمالاً په راتلونکې اوونۍ کې پر هغوی له یو تر پنځه میلیارده ډالرو پورې دعوه وکړو. زما په اند زه باید دا کار وکړم. ان دوی خپله هم منلې چې درغلي یې کړې ده."

د ټرمپ وکیلانو د دوشنبې په ورځ بي بي سي ته په یو لیک کې ادعا کړې وه چې دغې ادارې د ۲۰۲۱ کال د امریکا پر کانګرس له برید څخه مخکې د هغه د خبرو په ایډیټ کولو سره ولسمشر بدنام کړی، او د بښنې او تاوان لپاره یې د جمعې تر ورځې وخت ورکړی و.

بي بي سي د دې اوونۍ په پیل کې خپله تېروتنه ومنله خو ویې ویل چې تاوان به ورنکړي.

پر بي بي سي د ټرمپ د دعوې ګواښ وروسته له هغه راپورته شو چې د بي بي سي د "پانوراما" خپرونې د ۲۰۲۱ کال د کانګرس د برید په ورځ د هغه وینا په غلط ډول ایډیټ او خپره کړه.

د ټیلیګراف ورځپاڼې له خوا د یوه افشا شوي یادښت له مخې، خپرونې د وینا دوه برخې چې نږدې یو ساعت توپیر یې درلود، داسې سره نښلولې وې چې وښيي ټرمپ خپل پلویان تاوتریخوالي ته هڅوي.

بي بي سي وروسته دا "د قضاوت تېروتنه" وبلله؛ د ادارې مستعفي شوي عمومي مشر ټیم ډیوي دا "ایډیټوري سرغړونه" ومنله، په داسې حال کې چې د بي بي سي رئیس سمیر شاه هم بښنه وغوښته.

اوس د ټرمپ حقوقي ټیم پر دغې خپرندویه اداره تور لګوي چې په قصدي توګه یې لیدونکي غولولي او "پراخ مالي او حیثيتي زیان" یې ور اړولی دی.

ټرمپ د ایپسټین د ایمیل په اړه له خبرتیا انکار کوي

کله چې خبریالانو له ټرمپ څخه د جیفري ایپسټین د ۲۰۱۹ کال د یوه ایمیل په اړه وپوښتل چې په هغه کې ویل شوي وو بدنام شوي پانګوال "البته د نجونو په اړه خبر و"، ټرمپ وویل چې د دې پیغام په اړه "هیڅ نه پوهیږي" او زیاته یې کړه: "زه د دې په اړه هیڅ نه پوهیږم، که دا ریښتیا وای، دوی به ډېر پخوا دا خبره افشا کړې وای."

د ایپسټین د ایمیلونو په اړه نوې څېړنې وروسته له هغه پیل شوې چې د استازو جرګې د څارنې کمیټې له خوا ترلاسه شوي لیکونه خپاره شول.

په ایمیلونو کې، پر ماشومانو د جنسي تېري له امله محکوم شوي جیفري ایپسټین ادعا کړې چې ټرمپ د هغه له یوه قرباني سره "په کور کې ساعتونه تېر کړي" او ټرمپ "د نجونو په اړه خبر و".

ډیموکراتانو ویلي چې دغو پیغامونو له ایپسټین سره د ټرمپ د اړیکو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.

جمهوري غوښتونکو د دې ادعا په ځواب کې چې ډیموکراتان د ټرمپ په اړه مواد په انتخابي ډول خپروي، ټول پاتې ایمیلونه افشا کړل.

دوی دا هم په ګوته کړه چې په ایمیلونو کې یاده شوې قرباني ویرجینیا جوفري ده، چې د روان کال په پیل کې یې ځان وژنه کړې وه او مخکې یې ویلي وو چې ټرمپ یې پر کم عمره نجونو هېڅ ډول تېری نه دی لیدلی.

سپینې ماڼۍ بیا دا ایمیلونه سیاسي هڅه بللې او دفاع یې کړې چې ټرمپ "لسیزې وړاندې" ایپسټین له خپل کلب څخه ایستلی و.

 

وپلټۍ
سویلي کوریا او پولنډ دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سانچیز بیجینګ ته د سفر پر مهال د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګریز واټن ناپایه وباله
ایران :په د اسلام آباد په مذاکراتو کې د امریکا سره هوکړې ته ډیر نږدې شوي وو خو امریکا خنډ رامنځته کړ
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۳۷۵ تنو هویت تثبیت شوی دی
پاکستان د ایران او امریکا څخه د اوربند ژمنو ته د درناوي کولو غوښتنه وکړه
ترکي څارنوالانو  د نیټنیاهو او ۳۴ نورو کسانو لپاره د عمر قید غوښتنه وکړه
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد