د سوریې چارواکو د سویدا سیمې څخه یوه ډله دروزي اوسېدونکي په خپله خوښه نورو سیمو ته تخلیه کړل

د سوریې چارواکو د حکومت په همغږۍ او د امنیتي ځواکونو تر ملتیا لاندې د سویدا ښار څخه د دروزو یوI ډلې اوسېدونکي تخلیه کړي دي.

د سوریې چارواکو د حکومت په همغږۍ او د امنیتي ځواکونو تر ملتیا لاندې د سویدا ښار څخه د دروزو یوI ډلې اوسېدونکي تخلیه کړي دي.

د سویدا ولایت په یوه بیان کې د سه شنبې په ورځ وویل: "د حکومت د اسانتیاوو او امنیتي ساتنې په مرسته، د دروزو هغه وګړي چې غوښتل یې له سویدا څخه ووځي، ایستل شوي دي."

دغه تخلیه د درعا ولایت د بصر الشام د بشري لارې څخه  ترسره شوه، چې پکې د پنځو بسونو یو کاروان شامل و.

چارواکو د دې ډلې وروستۍ ځای په ډاګه نه کړ، خو مخکې له دې  هم په درعا  کې د سویدا بې ځایه شوي اوسېدونکي په لنډمهاله پناه ځایونو کې ځای پر ځای شوي وو.

په ښار کې خونړۍ نښتې

دغه تخلیه  د جولای په ۱۹مه نېټه د اوربند وروسته د یو نسبي ارامۍ په منځ کې ترسره شوه، چې څه باندې یوه اونۍ  د دروزو وسله والو ډلو او بدوي قبیلو ترمنځ وشوله.

د سوریې حکومت له دې راهیسې څلور اوربندونه اعلان کړي دي.

وروستی تړون چې د جولای په ۱۹مه نېټه ترسره شو، تر ډېره ساتل شوی، که څه هم مخکېني اوربندونه هغه وخت مات شول کله چې د شیخ حکمت الحجري، چې د دروزو یو لوړپوړی مذهبي مشر دی، پلویانو بدوي قبیلې وشړلې او راپورونه ورکړل شول چې د هغوی پر وړاندې یې ځینې سرغړونې کړې دي.

د سوریې انتقالي حکومت ژمنه کړې چې په ټول هېواد کې به ثبات راولي او د خبرو اترو له لارې به سیمه ییزې شخړې حل کړي.