نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
جنرال کارلوس فرناندو سلوا رویدا په الوتکه کې د ټولو سپرو کسانو شمیر تایید کړی، په داسې حال کې چې چارواکو ویلي تر اوسه ۴۸ تنه ژوندي موندل شوي دي. خو لا هم ۲۱ کسان لادرکه دي.
په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي / Reuters

"د هرکولس سي-۱۳۰ (Hercules C-130) ډوله الوتکه، چې ۱۱۴ پوځیان او ۱۱ تنه عمله پکې سپاره وه، د اکوادور پولې ته نږدې لوېدلې او د الوتکې د سوځېدلو پاتې شونو ترمنځ لسګونه کسان لادرکه دي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) ته یوې پوځي سرچینې ویلي چې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.  

دغه الوتکه د اکوادور سویلې پولې ته نږدې له 'پورټو لیګیزامو' څخه له الوتنې لږ وروسته نسکوره شوه او سوځېدلې ټوټې یې په ځنګل کې خپرې شوې.

د کولمبیا د هوايي ځواک دغه الوتکې ۱۱۴ پوځي پرسونل او ۱۱ تنه عمله لیږدوله . ویل کیږي دا پرسونل د  پورټو لیګیزامو او د امازون د یوې بلې پوځي اډې ترمنځ لیږدول.

جنرال کارلوس فرناندو سلوا رویدا په الوتکه کې د ټولو سپرو کسانو شمیر تایید کړی، په داسې حال کې چې چارواکو ویلي تر اوسه ۴۸ تنه ژوندي موندل شوي دي. خو لا هم ۲۱ کسان لادرکه دي.

ولسمشر ګوسټاوو پیټرو مخکې ویلي وو چې د پېښې لامل لا تر اوسه معلوم نه دی.

د دفاع وزیر پدرو سانچیز د دغې غمجنې پېښې په اړه خپله "ژوره خواشیني" څرګنده کړه او تایید یې کړه چې د ټپیانو سره د مرستې لپاره ځواکونه سیمې ته لیږل شوي دي.

سانچیز پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: «زه د قربانیانو له کورنیو سره خپله د زړه له کومې غمرازي څرګندوم او غوښتنه کوم چې تر رسمي معلوماتو پورې له هر ډول اټکلونو او افواهاتو ډډه وشي.»

درانه پوځي فعالیتونه
له سیمې څخه په ترلاسه شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې ملکي وګړي د الوتکې د لکۍ برخې ته نږدې دي، په داسې حال کې چې له ونو څخه لوګي او لمبې پورته کیږي.

دغه ناکراره سرحدي سیمه په وروستیو اونیو کې د درنو پوځي فعالیتونو شاهده وه، ځکه چې د کولمبیا او اکوادور ځواکونه د مخدره توکو د قاچاق وړونکو کارټلونو په وړاندې په عملیاتو بوخت دي.

دا په یوه میاشت کې په جنوبي امریکا کې د هرکولس سي-۱۳۰ الوتکې دوهمه پېښه ده. تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۲۷مه د بولیویا یوه پوځي بار وړونکې الوتکه 'لا پاز' ته نږدې لوېدلې وه چې لږ تر لږه ۲۴ کسان پکې وژل شوي وو.

هرکولس، چې د لاکهېډ مارټین (Lockheed Martin) شرکت لخوا جوړه شوې څلور انجن لرونکې الوتکه ده، په غیر منظمو او خامو میدانونو کې د ناستې او فعالیت لپاره خورا مشهوره ده او د نړۍ په کچه د ډیری هیوادونو د پوځونو لخوا کارول کیږي."

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي