امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د وینزویلا ولسمشر مادورو او مېرمن یې له وینزویلا څخه په زور ایستل شوي

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا په یوه پراخ پوځي برید کې مادورو او مېرمن یې په بریالیتوب سره له وینزویلا څخه ایستل شوي دي.

By
امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د وینزویلا ولسمشر مادورو او مېرمن یې له وینزویلا څخه په زور ایستل شوي / AFP

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د وینزویلا ولسمشر مادورو او مېرمن یې له وینزویلا څخه په زور ایستل شوي.
ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا په یوه پراخ پوځي برید کې مادورو او مېرمن یې په بریالیتوب سره له وینزویلا څخه ایستل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن د وینزویلا پر ضد "پراخ برید" کړی، او دا چې ولسمشر نیکولاس مادورو او مېرمن یې نیول شوي او له هېواده بهر وړل شوي دي.

ټرمپ د ټروټ سوشل پر پلټفارم ولیکل: "د امریکا متحده ایالاتو په بریالیتوب سره د وینزویلا او د هغه د مشر، ولسمشر نیکولاس مادورو پر ضد پراخ برید ترسره کړ، چې هغه له خپلې مېرمنې سره یو ځای نیول شوی او له هېواده بهر وړل شوی دی."

ټرمپ وویل چې دا پوځي برید "د امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو سره په همغږۍ" ترسره شو.

هغه وویل چې نور جزئیات به وروسته خپاره شي او د سهار په ۱۱ بجو به د فلوریډا ایالت په مار-ا-لاګو استوګنځي کې یو خبري کنفرانس جوړ شي.

په ورته وخت کې، د نیویارک ټایمز (NYT) سره په یوه لنډه ټلیفوني مرکه کې، ټرمپ د دې برید د بریا ستاینه وکړه.

نیویارک ټایمز د ټرمپ له قوله لیکلي: "ډېر ښه پلان او ډېر غوره، غوره سرتېري او غوره خلک وو."

هغه زیاته کړه: "دا په حقیقت کې یو ځلیدونکی عملیات و."

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د دې عملیاتو لپاره یې د کانګرس اجازه اخیستې وه او که د وینزویلا لپاره بل ګام څه دی، ټرمپ وویل چې دا مسایل به په خبري کنفرانس کې په ګوته کړي.

مادورو د امریکا په توقیف کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لینډو وویل چې مادورو به "بالاخره د خپلو جرمونو لپاره له عدالت سره مخ شي."

"د وینزویلا لپاره نوی سباوون! ظالم لاړ. هغه به اوس – بالاخره – د خپلو جرمونو لپاره له عدالت سره مخ شي،" هغه د امریکا په ټولنیزه شبکه X کې ولیکل.

دا بریدونه له میاشتو کړکېچ وروسته شوي، ځکه چې امریکا مادورو د نشه یي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورناوه.

سي بي ایس نیوز د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو غوره قطعې، ډیلټا فورس، د مادورو د نیولو عملیات ترسره کړل.

د امریکا سناتور مایک لي وویل، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ورته خبر ورکړی چې مادورو په امریکا کې د جنایي تورونو پر وړاندې د محاکمه کېدو لپاره نیول شوی دی.

لي وویل چې روبیو "تمه لري چې اوس چې مادورو د امریکا په توقیف کې دی، په وینزویلا کې به نور اقدامات ونه شي."

په ورته وخت کې، د وینزویلا مرستیالې ولسمشرې ډلسي روډریګز ویلي چې دوی د مادورو د ځای ځایګي په اړه "بې خبره" دي او له ټرمپ څخه یې "د ولسمشر مادورو د ژوند ثبوت" غوښتی دی.