نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
لیتوانیا ته د شکمنو بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته، د ناټو الوتکې دوه ځله الوتنې ته اړ شوې
هوایي خبرداریو په دوو هوایي ډګرونو کې الوتنې ګډوډې کړې، په داسې حال کې چې چارواکو راپور ورکړی چې لږترلږه یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) لاتویا ته تر ننوتلو مخکې د لیتوانیا له هوایي حریم څخه تېره شوې ده.
لیتوانیا ته د شکمنو بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته، د ناټو الوتکې دوه ځله الوتنې ته اړ شوې
لیتوانیا ته د شکمنو بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته، د ناټو الوتکې دوه ځله الوتنې ته اړ شوې

د لیتوانیا د دولتي راډیو ټلویزیون  د راپور له مخې، چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې تېره شپه د ناټو جنګي الوتکې وروسته له هغې دوه ځله الوتنې ته اړ شوې چې د شکمنو بې پیلوټه الوتکو د ورتګ له امله د لیتوانیا په ډېرو برخو کې هوایي خبرداری ورکړل شو. په دې پېښه کې لږترلږه یوه بې پیلوټه الوتکه لاتویا ته تر الوتلو وړاندې د لیتوانیا هوایي حریم ته ننوتې وه.

لومړنی زیړ خبرداری د سه شنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د ویلنیوس  او اوتینا  په سیمو کې ورکړل شو او له نیمې شپې لږ وروسته بېرته لیرې شو.

وروسته د الیتوس  په سیمه کې دویم خبرداری اعلان شو، چې بیا د لیتوانیا مرکزي او شمالي برخو ته هم وغځول شو او د خطر کچه یې سرې ته لوړه شوه، او له اوسېدونکو وغوښتل شول چې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.

د لیتوانیا د بحرانونو د مدیریت د ملي مرکز رئیس، ویلمانتاس ویتکوسکاس  وویل چې په پیل کې په بیلاروس کې درې بې پیلوټه الوتکې کشف شوې وې، خو په لومړۍ پېښه کې یوه هم د لیتوانیا هوایي حریم ته نه وه ننوتې. وروسته بیا یوه یې لاتویا ته ننوته.

په دویمه پېښه کې، داسې انګېرل کېږي چې یوه بې پیلوټه الوتکه د دروسکینینکای  سویلي ښارګوټي ته څېرمه له بیلاروس څخه لیتوانیا ته ننوتې وه، چې شمال لور ته یې پر څو سیمو الوتنه وکړه او بیا د پاسوالیس سره نږدې د هېواد له هوایي حریم څخه ووته.

ویتکوسکاس وویل چې د ناټو جنګي الوتکو دغه شی (الوتکه) کشف کړه، خو ویې نه ویشتله؛ چې شونې ده لامل یې خرابه هوا یا امنیتي اندېښنې وي.

هوایي ډګرونه په لنډمهاله توګه وتړل شول

دغو پېښو هوایي تګ راتګ ګډوډ کړ، او د ویلنیوس او کاوناس هوایي ډګرونه په لنډمهاله توګه وتړل شول. ویتکوسکاس وویل، د ویلنیوس په هوایي ډګر کې درې الوتنې چې تر ۴۰۰ ډېر مسافر پکې وو، اغېزمنې شوې.

د لاتویا ملي وسله والو ځواکونو د چهارشنبې په سهار د څو سیمو (ښاروالیو) لپاره د هوایي حریم د ګواښ خبرداری ورکړ، او د بې پیلوټه الوتکو ضد سیسټمونه، د هوایي دفاع واحدونه او د ناټو د هوایي حریم ساتونکې جیټ الوتکې یې فعالې کړې.

په دې پېښه کې د ښکېلو بې پیلوټه الوتکو کره شمېر، او دا چې ایا کومه یوه یې لوېدلې یا ویشتل شوې ده، لا هم څرګنده نه ده.

 

 

 

وپلټۍ
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ایران وايي چې د قشم ټاپو باندې د امریکا بریدونو حیاتي زیربناوو ته کوم زیان نه دی رسولی.
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ